اسلامي امارت د المان او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشرانو د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې د پراخبنسټه حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو تامین د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
د منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو او د جرمني لومړي وزیر په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، دوی یو داسې سوله ییز او باثباته افغانستان ته ژمن دي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه پکې خوندي وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوځل بیا ویلي چې اوسنی حکومت ټولګډونه او د ښځو حقوق هم تامین دي.
ښاغلی مجاهد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت کابینه له ټولو قومونو جوړه ده او په نظام کې د ټولو قومونو استازي حضور لري او د ښځو په ګډون په هېواد کې د ټولو حقونه تامین دي.»
اسلامي امارت په داسې حال کې غبرګون ښودلی چې د منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو او د جرمني لومړي وزیر په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، دوی یو داسې سولهییز او باثباته افغانستان ته ژمن دي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه پهکې خوندي وي.
د خبرپاڼې په یوې خبره کې راغلي:«مشرانو د یوه سولهییز، باثباته او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د پراختیا لپاره پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی ولري.»
ورته مهال د چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي، چې د پراخبنسټه حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو خوندیتوب کولای شي په هېواد کې شته ستونزې هوارې کړي.
د اما ګوند مشر محمد عمر نهضت طلوعنیوز ته وايي:«هیله لرم چې اسلامي امارت په خپلو کړنلارو کې بدلون راولي او د موضوع حساسیت درک کړي چې د هېواد له دننه موږ وکړای شو د افغانستان کړکېچ ته رسېدنه وکړو.»
د سیاسي چارو شنوونکی بلال باور هم څرګندوي:«د اسلام له نظره دا موضوع ده چې حکومت باید مسوولیت هغه کس ته وسپاري چې لومړی اسلام ته ژمن وي او دویم په هغه برخه کې تخصص ولري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د قزاقستان، ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قرغزستان د هېوادونو مشرانو په برلین کې د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولتز سره د منځنۍ اسیا او د جرمني د اړیکو د پراختیا په اړه ګډه غونډه کړه وه.