Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا مشر به ډېر ژر «د ځوانانو د فکري او اقتصادي اصلاح» طرح توشیح کړي

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ځوانانو معین یونس راشد وایي، چې د ځوانانو د فکري او اقتصادي اصلاح طرحه به چې د دغه وزارت له لوري چمتو شوې، ډېر ژر به د اسلامي امارت د مشر له لوري توشیح شي.

 ښاغلی راشد دغه راز زیاتوي، چې د فکري او اقتصادي اصلاح په نوم طرحه کې به څلور نورې برخې چې د ولسوالیو په کچه د ځوانانو لپاره د استازو ټاکل، د هېواد په کچه د ځوانانو انسجام، د ځوانانو د افکارو بدلون او د فرصتونو رامنځته کېدل په‌کې دي، هم شامل وي.

یونس راشد په دې هکله وویل:«د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا لپاره یوه طرحه استول شوې وه چې له نېکه‌مرغه د عاليقدر امیرالمومنین له خوا منظور شوې او ډېر ژر به ان‌شاالله په فرمان کې اعلان شي.» 

بل پلو، د پوهنتون ځينې استادان وایي، چې ځوانان یوازې فکري اصلاح ته نه بلکې ښوونیزو فرصتونو او بهرنیو تحصیلي بورسونو ته هم اړتیا لري.

د پوهنتون استاد محمد ولي سالاري طلوع‌نیوز ته وویل:«ځوانانو او زده‌کړو ته یې پاملرنه وشي. له هې،اده بهر دوی [ځوانانو] ته تحصیلي بورسیې ورکړل شي البته د اسلامي مفکورې ترڅنګ. که‌چېرې دغه کارونه وشي، د افغانستان په ګټه دی.»

د پوهنتون استاد ادیب هم وايي:«د اسلام فکري ښوونځی د نړۍ یو له سترو ښوونځیو دی. د ځوان جوړول او د ځوانان د تورو جوړول له اسلام څخه پېلېږي.»

بل پلو، یو شمېر محصلان او ځوانان له اسلامي امارته تمه لري، چې په هېواد کې د کار زمینه ورته برابره کړي څو د هېواد په ودانولو کې برخه ولري.

محصل قدرت الله څرګنده کړه:«کله چې موږ زده‌کړې پای ته ورسوو، زموږ هیله دا ده چې خپل هېواد او وطن ته خدمت وکړو او د هېواد د اقتصاد د ودې لامل شوو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانان د معین په باور د بهرنیو ځواکونو د ۲۰ کلن حضور پر مهال د ځوانانو افکار اړول شوي او په وینا یې د دې طرحې عملي کېدل یو مثبت ګام دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه