Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کاظمي قمي څرګندونو ته د ذبیح‌الله مجاهد غبرګون: افغانستان امن دی

په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي، امریکا په افغانستان کې د داعش پر ملاتړ تورنوي.

ښاغلي قمي له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې امریکا په افغانستان کې د اقتصادي او امنیتي بیخ‌بناوو د ویجاړولو په لټه کې ده.

حسن کاظمي قمي په دې هکله وویل:«ناټو او د امریکا متحدانو په افغانستان کې د دغه هېواد د بیخ‌بناوو د له‌منځه وړلو په لټه کې وو. که‌څه هم امریکا نن وتلې؛ خو بیا هم خپل شیطنت ترسره کوي. له ترهګرو او داعش ډلې ملاتړ د امریکایانو په کاري امر کې دی.»

اسلامي امارت بیا د حسن کاظمي قمي د څرګندونو په غبرګون کې په افغانستان کې د داعش ډلې پر له‌منځه وړلو ټينکار کړی دی.

ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت نه‌غواړي چې افغانستان د نورو هېوادونو د سیالیو پر ډګر واوړي.

ښاغلي مجاهد زیاتوي:«موږ نه‌غواړو چې افغانستان د هېوادونو د سیالیو ډګر وي. دویم دا چې موږ ډاډ ورکوو چې افغانستان امن دی او هېڅ ډله دلته د پیاوړکېدو په حال کې نه ده، او موږ اجازه نه‌ورکوو چې کوم هېواد دلته د داعش په نوم کومه ډله پياوړې کړي یا د هغوی بحث مطرح کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار هم وايي:«له شک پرته چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور ټولنیز، کلتوري او تحصیلي بیخ‌بناوې یې اغېزمنې کړې وې.»

حسن کاظمي قمي زیاته کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو په موخه هلې ځلې شوي خو د دغو ډلو ملاتړ روان دی او همدا لامل دی چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم د یوه ګواښ په توګه شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه