د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی چین ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې ښاغلی متقي د چین په رسمي بلنه د ټرانس همالیا درېیمه غونډه کې د ګډون په موخه د چین شي ژیانګ ښار ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه به د همالیا غرونو لړۍ د شاوخوا هېوادونو د استازو په حضور کې د اقتصادي مسایلو، سیمهییزو مسایلو او اقلیمي بدلونونو په تړاو د روانې تلې میاشتې پر ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ترسره شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«په ډیپلوماټیک درشل کې د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې چاپېریال رامنځته کول زموږ لپاره ډېر مهم دي او د ځينو اندېښنو رفع کول چې سیمه او ځينې هېوادونه یې لري. د غونډې نوره اجنډا د چین هېواد پورې اړونده ده چې څه ده؟ خو اسلامي امارت غواړي چې په داسې غونډو کې خپل پيغام ورسوي او مثبته استفاده وشي.»
د سیاسي او اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا، په نړۍوالې غونډو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون د افغانستان د سیاسي اړیکو او پانګونې د جلبولو لپاره مهم بولي.
د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري طلوعنیوز ته وویل:«چین ته د ښاغلي متقي سفر، زه فکر کوم چې په مجموع کې یو مثبت کار دی، مثبت اقدام دی. او دا زموږ ډیپلوماټانو ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دې فرصت په لاس ورکوي چې د افغانستان دریځ په دغسې غونډو کې په خپلواکه توګه بیان کړي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر وايي:«طبیعي ده کله چې د یوه هېواد استازی بل هېواد ته ځي، دا په خپل ذات کې کولای شي چې اسانتیاوو په رامنځته کولو په بهیر کې ارزښناکه وانګېرل شي او د ودې او پرمختګ لپاره یو مناسب بستر رامنځته کړي.»
له مسکو فارمټ غونډې وروسته دا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست دویم سفر دی چې په یوه سیمهییزه غونډه کې یې د ګډون په موخه کوي او دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې څه موده مخکې، چین په کابل کې خپل رسمي سفیر معرفي کړ او د اسلامي امارت رییس الوزرا ته یې خپل باورلیک وړاندې کړ.
په دې اړه مو اندونه