Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هند کې د افغان کډوالو د انسجام کمېټه د سفارت پر تړلو اندېښنه څرګندوي

په هند کې د افغان سفارت د فعالیتونو له درېدو وروسته، اوس په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د انسجام کمېټه په یوه اعلامیه کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو اندېښنه څرګندوي.

دغې کمېټې په یوې اعلامیه کې د هند له حکومت څخه غوښتنه کړې،تر څو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د حقونو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي او د دوي لپاره کونسلي چوپړتیاوې بېرته پیل کړي. 

د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د سفارت په تړلو سره د افغان کډوالو ننګونې ډېرې شوي دي. 

په هند کې افغان کډوال احمد حیدر حدیث وايي “د سفارت تړل ډېرې ستونزې زیږوي. ډېر هغه کسان چې دلته ژوند کوي او ډېر هغه چې دلته کډوال دي،د یوځای پورې تړلي دي چې هغه سفارت دی”. 
افغان کډوال نظرګل ګلاب‌زی وایي: “په هند کې ډېر افغانان او زده‌کړیالان درس وایي، که‌چیرې سفارت بند وي عام افغانان او زده‌کړیالان نشي کولای خپل پاسپورټ او نورې ستونزې حل کړي”. 

له بلې ‌خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په هند د افغانستان د سفارت تړل یوه جدي ستونزه ګڼي او پر اسلامي امارت غږ کوي تر څو د دغې ستونزې لپاره د هند سره خبرې اترې وکړي.
 
د پوهنتون استاد محمد ایمل دوستیار طلوع نیوز ته وویل: “دا چې په هند د افغانستان سفارت تړل شوی، افغان حکومت باید د بهرنیو چارو وزارت له لارې د کوربه هېواد سره چې هند دی، خپلې اړیکې ټینګې کړي او ژر تر ژره افغان ډیپلوماټان ولیږي تر څو د افغانستان خلک له ستونزو سره مخ نشي”.  

 په هند کې د افغانستان سفارت څه وخت مخکې د هند حکومت د ملاتړ نشتون او نورو  بیلابیلو ستونزو له امله د فعالیتونو د تړل کیدو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ