د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت له لوري د القاعدې ډلې د ملاتړ په تړاو د امریکې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د رییس څرګندونې ردوي.
د اسلامي امارت ویاند د مایک مک کال دغو څرګندونو ته په غبرګون کې طلوعنیوز ته وایي چې دوی له هېڅ ترهګړې ډلې سره اړیکه نهلري.
ښاغلي مجاهد وویل:«موږ دغه خبرې ردوو، اسلامي امارت د هېڅ بهرني لوري سره په اړیکه کې نهدی او همدارنګه د داعش وېره هم د هېواد د امنیت او ملي ګټو لپاره لهمنځه وړل شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک کال اوس اوس ادعا کړې چې اسلامي امارت له القاعدې ډلې ملاتړ کوي.
مایک مک کال د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي کهچیرې اسلامي امارت پر خپلو کړو ژمنو عمل کړی وای، نو د القاعدې ډلې د ملاتړ پر ځای به یې دې د دغې ډلې د لهمنځه وړلو لپاره هڅې کړې وای.
د کانګرس دغه غړی زیاتوي د متحده ایالاتو چارواکي په دې باور دي چې اسلامي امارت د دوحې په هوکړه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی خو مایک مک کال دغه څرګندونې له حقیقته لېري بولي.
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس ویلي:«کهچیرې طالبانو د ترهګرۍ پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو ولاړ وای، نو د القاعده ډلې د مالي تمویل، ساتنې او کارونې پر ځای به یې د دغې ډلې د ماتولو لپاره هڅې کړې وای. زه ډېر خفه یم چې د بایډن حکومت هڅه کوي چې دغه حقیقت د امریکا له خلکو پټ کړي.»
د پوځي چارو شنوونکی صادق شینواری طلوعنیوز ته وايي:«د دوو کلونو په لړ کې طالبانو د دغو ډلو پر وړاندې ډېر جدي اقدام کړی، عملیات یې کړي، یو شمېر له دغو ډلو څخه یې لهمنځه وړي او ځينې نور یې بندیان کړي دي.»
د پوځي چارو شنوونکی اسدالله ندیم هم څرګندوي:«ښایي ځينې هغه القاعده چې مخکې یې له طالبانو سره مرستې کولې د طالب حکومت تر چتر لاندې سیمو کې ژوند کوي او د دوی له چوپړتیاوو څخه برخمن اوسي، خو زه فکر نهکوم چې دوی په مدیریت شوو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل واوسي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په سیمهییزو او نړۍوالو ناستو کې د هېواد په خاروه کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې شریکې شوي دي، هغه څه چې اسلامي امارت یی بې بنسټه بولي.
په دې اړه مو اندونه