Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل - جلال اباد لویي لاري پرانیستل او د ځينو ننګونو حل

د کابل - جلال اباد لویه لار چې له دوه اوونیو وروسته نن (سې‌شنبې، د تلې په ۱۱مه) د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د ټولګټو وزارت ویلي چې دم‌ګړۍ مسافر او چټک تلوونکي او لوی موټر کولای شي چې پر دغې لویې لارې تګ راتګ وکړي.

د کابل - جلال اباد لویه لار د غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه.
  
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي:«ټولګټو وزارت د شته پرسونل او ماشينرۍ څخه په ګټې اخیستنې د تېرو درې ورځنيو هڅو وروسته د کابل – جلال اباد لویې لارې اصلي مسير د ياد وزارت د سرپرست او د ټرافیکو د لوی رییس په شتون کې د هر ډول ټرافیکو پرمخ پرانيستل شوه، دا مهال هر ډول موټر کولای شي چې د يادې لويې لارې په اصلي مسير تګ راتګ وکړي.»

ورته مهال، د هغه شرکت مسوول چې د دې لارې د پاکولو او بیا پرانیستلو مسوولیت یې په غاړه درلود وايي، لا هم په دې لویه لار کې د پاکولو کار روان دی.

د شرکت استازی امین الله طلوع‌نیوز ته وايي:«دا غر چې کوم دی دا د لوېدو په حال کې دی او له درې برخو يې نیمه برخه را لوېدلې ده او دوه نیمې برخې نورې لا پاتې دی.»

د شرکت کارکوونکی جهان‌زیب هم څرګندوي:«موږ په دې سړک شپه او ورځ کار وکړ، چې دا لار د خلکو پر مخ خلاصه شي، چې بالاخره په خلاصولو يې بریالي شوو.»

ځينې مسافر او موټر چلوونکي د کابل - جلال اباد د لويې لارې په پرانیستل کېدو خوښ دي.

موټر چلوونکی سید موجود په دې هکله وايي:«موږ به ډېر لېرې مزل کاوه، په لته‌بند او کاپیسا لارو به تللو چې له سختو ستونزو سره به مخ وو، اوس د دې لارې په خلاصېدو خوښ یوو.»

مسافر احمد منیر څرګندوي:«د لته‌بند او کاپیسا لارې تر ډېره خامه ده او بل نه یوازې اوږدې دي، بلکې ډېرې خرابې دي.»

بل مسافر نجیب هم وویل:«دا لار پاچاهي ده په لته‌بند او کاپیسا لارو به چې موږ تللو ډېره به راته سخته وه، خو اوس په دې لار په ارامه مزل کوو.»

د کابل - جلال اباد لویه لار شپاړس ورځې مخکې د ماهیپر په سیمه کې د غره د ښویېدو له کبله تړل شوې وه.

شریک یي کړئ