Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار په لعل‌پورې ولسوالۍ کې کډوالو ته د پنډغالي جوړېدل

هغه پلاوی چې د سرپرست حکومت له لوري له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو لپاره ګومارل شوی، ننګرهار ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت په لعل‌پورې ولسوالۍ کې د یوه پنډغالي له جوړېدو خبر ورکړی دی.

دغه پلاوی د شپږو وزارتونو او ادارې له استازو جوړ دی چې د ریاست‌الوزرا د فرمان پر بنسټ د کډوالو د ستونزو او ننګونو د ارزونې لپاره جوړ شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ګډ پلاوي غړی فضل الباري فضلي وایی:«داسې کورنۍ چې مشري يې ښځه کوي او يا سرپناه او وارث نه‌لري، چې کورنۍ انتقال کړي، يا هغوی ته د ټرانسپورټ اسانتيا برابره کړي؛ د افغانستان اسلامي امارت غواړي هغوی ته په لنډمهالي توګه د لعل‌پورې په دښته کې يو کمپ جوړ کړي او همدلته ورته د سرپناه او استوګنې زمينه برابره کړي.»                

د دغه پلاوي په خبره، د کډوالو نړۍوال سازمان له کډوالو سره د مرستو لړۍ محدوده کړې او دوی يو شمېر نور بنسټونه دې ته هڅولي، چې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وکړي.

اخوا ځينې ننګرهار مېشتي له پاکستاني حکومته غواړي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي او له هغوی سره د نړۍوالو قوانینو او نورمونو پر بنسټ چلند وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکي احمدالله وویل:«پاکستان چې د افغانانو سره کوم چلند کوي د ګاونډیتوب اصول نه‌دي او اسلامي امارت باید ورسره خبرې وکړي او هر څه د خبرو له لارې حل کېږي.»   

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالغفور وایي:«له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو چې په پاکستان کې فعالیت کوي غواړو چې د دغه ډول کړنو مخه ونیسي او کوم افغان کډوال چې هېواد ته راستنېږي ورسره لازمې مرستې وکړي.»

د چارواکو په خبره په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د تورخم دروازې له لارې ۱۵۰ زره کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي او دا لړۍ اوسمهال د بل هر وخت په پرتله ډېره چټکه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه