د ټرانس همالیا دریمه غونډه د افغانستان، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو د استازو په حضور سره په چین کې ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په ټرانس - همالیا غونډه کې پر اقتصادي همکاریو، سیمه ییز اتصال او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي ټيڼګار وکړ.
په دغه غونډه کې امیرخان متقی و ویل، د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او د افغانستان له مسیره د ټرانزیټ په برخه کې ښه زمینه برابره شوې او افغانستان له سویلي اسیا سره د منځنۍ اسیا په نښلولو کې مهم رول لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي و ویل: «افغانستان په سیمه کې د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې، زموږ او ستاسې په مشترکه سیمه کې د اقتصادي همکاریو او اتصال لامل کیږي. او په سیمه کې د اقتصادي ښېرازۍ، امنیت او ثبات سره مرسته کوي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي، هڅه کیږي چې د ټاپي او ټرانس-افغان په څېر پر سترو اقتصادي پروژو کار پیل شي او له نړۍوال او اسیايي پراختيايي بانکونو غواړي چې له دغو پروژو ملاتړ وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي، اصف ستانکزي و ویل: «د اسلامي امارت تعامل له نړۍ سره زیاتیږي او د مثبتې خوا ته ځي. نو دغه کومې پروژې چې ولاړې دې بیا دې پیل شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په سیمه ییزو غونډو کې د اسلامي امارت استازي باید هڅه وکړي چې لا زیاتې پانګونې را جلب کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: «هر سفر چې بهرنیو هېوادونو ته کیږي، د پانګونې په جلب کې او د بهرنیو پانګوالو په جلب کې اړین دي. هیله لرو چې د افغانستان اقتصادي فرصتونه بهرنیو ته تشریح شي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا د دغې غونډې په څنډه کې له خپل پاکستاني او چینايي سیالانو سره جلا جلا کتنې هم وکړې چې په دغو کتنو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړوالي، سوداګریزو دهلیزونو او سیمه ییز ثبات په اړه خبرې وکړې.
د اقتصادي چارو شنونکي، سمیع الله احمدزي و ویل: «هغه لېدنې چې په هغو کې د دوو ګاونډیو ترمنځ اقتصادي او سیاسي مسایل مطرح کیږي دا ډېر مهم دي خو که چیرې په غونډو کې ژمنې کیږي هغوی ته د عمل جامه وراغوستل ډېر مهم دي.»
د چین په کوربه توب د ټرانس هماليا دریمه غونډه، د چهارشنبې او پنجشنبې پر ورځو ترسره شوه چې چین، پاکستان، افغانستان، بوتان، نیپال او منګولیا هېوادونو پکې ګډون کړی وو.