په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ سرپرست د ښځو د پرمختګ تر نوم لاندې غونډه کې د افغان ښځو وضعیت سخت او ستونزمن ګڼلی دی.
د یادې څوکۍ سرپرست، نصیر احمد فایق د دغه سازمان د ټولنیزې، بشري او فرهنګي کمیټې له لوري د ښځو د پرمختګ په نوم جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندیزونه وغندل او له نړۍ یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته رسېدنه وکړي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست: نصیر احمد فایق وویل: «هېوادونه کولای شي په یوه غږ او یوه دریځ پر طالبانو فشار راوړي چې خپلې پالیسۍ بندې او د افغانانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنې ومني او پر خپلو ژمنو عمل وکړي. موږ باید پر دغې سترې بې عدالتۍ سترګې پټې نه کړو او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو او ښځو د رنځ او غم پای ته رسولو لپاره یو او د هیچا شعار باید یوازې پرېنښودل شي او باید په حقیقت یې بدل کړو.»
اخوا، په ملګرو ملتونو کې د اندونیزیا د دایمي استازي مرستیال بیا د روان زیږیز کال په نومبر میاشت کې د افغان ښځو د زده کړو په تړاو د دویمې غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.
د هغه په باور په افغانستان کې پر ښځو لګول شويو محدودیتونو د هغوی پر ژوند او راتلونکي منفي اغېز کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د اندونیزیا د دایمي استازي مرستیال، هري پروبوبو وویل: «د اوسنيو چارواکو له لوري چې پر افغان ښځو کوم محدودیتونه لګول شوي، د هغوی پر ژوند او راتلونکي یې منفي اغېز کړی او دا د نړۍوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.»
په دغه غونډه کې د ځینو نورو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې ښځو پر وضعیت اندیښنې څرګندې کړې.
ملګرو ملتونو کې د ایسلنډ نوي دایمي استازي، جوروندور والټېسون وویل: «ایسلنډ له هغې ګډې اعلامیې سره چې د متحده عربي اماراتو له لوري وړاندې شوه، همغږی دی، د غړو هېوادونو استازي کولای شي د اجنډا له ډيری برخو سره همغږي نه وي خو هیڅوک نشي کولای چې په افغانستان کې د ښځو دا وضعیت چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري، رد کړي.»
که څه هم اسلامي امارت د دغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ د ښځو د حقونو له خوندیتوبه ډاډ ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي: «افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه چې اسلامي شریعت ورکړي هغه نه څوک تر پښو لاندې کولی شي او نه یې څوک کوي، اسلامي امارت دا خپله وجیبه بولي چې هغوی ته خپل حقونه ورکړي.»
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، له یو ان نیوز سره په خبرو کې ویلي، هیله منه ده چې طالب چارواکي په افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو خپل دریځ بدل کړي.
روزا اوتنبایوا زیاته کړې چې هڅه کوي، له خپلو وړتیاو په کارولو سره طالبان پر دې قانع کړي چې د بشري حقونو له نقضوونکو پالیسیو لاس واخلي.