Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند بهرنیو چارو وزارت، نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت د کار دوام خبر ورکوي

په ډيلي کې د افغانستان د سفارت بندیدو په تړاو د اعلامیې له خپرېدو وروسته، اوس د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې به د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې په نوې ډيلي کې د افغانستان له سفارت او په ممبیي او حیدراباد کې د افغان کونسلګریو له ډيپلوماټانو سره په اړیکه کې دي او هند د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

 د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ارېندم باګچي و ویل:« زما په باور په ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل کار ته دوام ورکوي. موږ په نوې ډيلي کې د افغان سفارت او د ممبي او حیدراباد په کونسلګریو کې له افغان ډيپلوماټانو سره په اړیکه کې یو».

ارېندم باګچي د مسکو فارمټ د غونډې او په دغه غونډه کې د خپل رول په اړه وايي، هند د افغانستان د وضعیت د ثبات لپاره تر ټولو مهم رول لوبوي.

 د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ارېندم باګچي و ویل: « دا احساس شته چې زموږ ګډون مهم دی او موږ په دې موضوع کې یو مهم لوبغاړی یو.»

اخوا یو شمېر پخواني افغان ډيپلوماټان بیا د هند له لوري د افغانستان د سفارت ملاتړ مهم بولي او له اسلامي امارته غواړي چې په هند کې د ستونزو د حل لپاره د هند په سفارت کې له افغان او هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

پخوانی افغان ډیپلوماټ، نورالله راغي و ویل:«د هند د بهرنیو چارو وزارت افغان ډیپلوماټانو ته دوه انتخابونه ورکړل یو یې دا چې د طالبانو سره خبرې وکړئ، د هغوی استازي په خپل منځ کې ومنئ او خپل کارته دوام ورکړئ.»

د سیاسي چارو شنونکي، نثار احمد شیرزي طلوع نیوز ته و ویل: «د هند لخوا د افغان ډیپلوماټانو ملاتړ سره د دې چې هغه اندیښنې چې د سفارت د تړلو په اړه وې له منځه وړي، په کونسلي چارو کې افغان ډیپلوماټانو ته اسانتیاوې هم را منځ ته کوي.»

اسلامي امارت په دې تړاو څه نه ‌دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي و، چې  د بهرنیو چارو وزارت په هند کې د افغانستان د سفارت ستونزو ته د رسېدو په هڅه کې دی.

په نوې ډيلي کې د افغانستان سفارت روان زیږیز کال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د هند د حکومت له لوري د نه ملاتړ له  امله خپل کار بندوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه