Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند د غبرګونونو دوام

پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه؛ وروستیو کې د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ تندې څرګندونې کیږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوڅ وایي چې، د کډوالو ویستلو برخه کې د پاکستان لنډمهالي حکومت تازه پرېکړې یوازې افغان کډوالو پورې نه ده محدوده بلکې د ټولو هغو کډوالو په اړه ده چې په غیر قانوني توګه پاکستان کې اوسي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوڅ و ویل: «د کډوالو ویستلو په اړه د پاکستان لنډمهالي حکومت پرېکړه په ځانګړو کسانو پورې محدوده نه ده بلکې ټول هغه بهرني اتباع په کې شامل دي چې په غیر قانوني توګه پاکستان کې اوسي.»

پاکستان کې ځینې میشت افغان کډوال له خپل بد اقتصادي وضعیت څخه کړیږي او زیاتوي چې افغانستان ته د ستنېدلو پیسې نه لري.

دوی  پاکستان له حکومت څخه غواړي چې دا پرېکړه دې له سره واخلي.

پاکستان کې افغان کډوال، ملک خان و ویل: «موږ غواړو چې دا هغه بې وسه افغانان دي، کډوال دي چې دلته ورته هیڅ زمینه نه برابریږي چې هغوی خپل وطن ته لاړ شي. دوی سره  موټرو کرایه هم نشته او له ډېر مشکل سره مخ دي.»

پاکستان کې بل افغان کډوال، باقر احمدي و ویل: «پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د بیرته ستنېدو شرایط مساعد نه دي، دلایل یې هم امنیتي، اقتصادي، د کار نه شتون او سخت ژمۍ دی.»

له دې سره هم مهاله، د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت چلند نامناسب بللی او زیاته کړې یېد ه چې دا چلند د ګاونډیتوب اصولو خلاف دی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی؛ ګرافیک: «د پاکستان اوسنۍ ستونزې نه افغانستان پورې تړلي دي او نه هم افغانانو پورې.

پاکستان کې د افغان کډوالو حضور پاکستان ته اقتصادي او ټولنیزې ګټې رسولي دي. هیله ده چې پاکستان دا پرېکړه له سره واخلي.»

اخوا، د کډالو چارو ځیني فعالان وایي چې اسلامي امارت باید نیغ پّ نېغه له پاکستاني چارواکو سره په تعامل کې شي ترڅو د ډیپلوماټیکو لارو د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو چارو فعاله، آصفه ستانکزۍ و ویل: «افغانستان کې واکمن مسوولین دې له ډیپلوماټیکو لارو په ګټنې له کوربه هېواد سره پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو لپاره د کارتونو ورکړې او په خپله خوښه د ستنېدو په اړه خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ د افغان کډوالو ویستلو په اړه د پاکستان حکومت پر پرېکړه سختې نیوکې وکړې او د دغه هېواد له ولسونو او علماوو یې وغوښتل چې د پاکستان حکومت د دې پریکړې مخنیوی وکړي.

ممتاز زهرا بلوڅ وایي چې، په یاده پرېکړه کې یوازې افغان کډوال نه دي شامل بلکې د نورو هېوادونو غیر قانوني کډوال هم ویستل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه