په هرات کې مرګونې زلزلې ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه را پارولي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، پخواني ولسمشر حامد کرزي او په مخکیني حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیوسره غم شریکې کړې او له کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو غوښتي چې د زنده جان ولسوالۍ له زلزلهځپلو سره مرسته وکړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، هڅې روانې دي چې د دغې پېښې قربانیانو ته رسېده ګي وشي.
ښاغلي برادر په دې هکله وویل:«که د پېښو وزارت و او که نور وزارتونه په کار بوخت شوي او ځانونه یې رسولي دي او له شپې تر سهاره یې تر کومه ځایه چې شونې وه هغوی د زیانمنو کسانو د رایستلو هڅه کړې ده.»
د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه هم راغلي:«د دې ترڅنګ چې د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم او په غم کې یې ځان شریک ګڼم، هیله لرم چې خیریه بنسټونه او ملي سوداګر د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.»
د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د اېکس په خواله رسنۍ لیکلي:«د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایوو او د دغې پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو، د دې ترڅنګ له کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو غواړو چې ژر تر ژره د زیانمنو خلکو مرستې ته ورودانګي.»
له دې سره هممهاله ایران، پاکستان، جاپان او ناروۍ د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په څرګندولو سره، له زلزلهځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده.
په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي په یوې خبري ناسته کې، په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو زیانمنو سره د ایران د مرستو خبر ورکړ.
هغه ویلي چې تېره شپه د دغه هېواد مرستندویه ډلې له "له څارونکو سپيانو" سره د دوغارون له پولې اسلام کلا ته راننوتي او نن ماسپښین هم د لنډمهالې سرپناه جوړولو او روغتیایي امکاناتو په برخه کې د دغه هېواد مرستې دوام لري.
بلخوا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، اروپایي ټولنې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د هرات د زلزلې په تړاو خواخوږي څرګنده کړې ده.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په خپرباڼه کې راغلي:«سرمنشي طه ټینګار وکړ چې اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په دې سخته شېبه کې له افغانستان او افغانانو ملاتړ کوي او ترڅنګ درېږي.»
یونېسف هم ویلي:«یونېسف په ملګرو ملتونو کې زموږ له همکارانو سره په سیمه کې د بشپړ اغېز د ارزولو لپاره کار کوي. ټولو زیانمنو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وایوو.»
د وروستیو رسمي شمېرو له مخې په دې مرګونې پېښه کې تر زرو زیات کورونه هم وران شوي دي او د زلزلهځپلو سیمو اوسېدونکو خپل هر څه له لاسه ورکړي دي.