Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د ۳۵ مرستندویو او ژغورونکو ډلو حضور

پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت نن (دوشنبې، د تلې په ۱۷مه) هرات ته د ۳۵ مرستندویو او ژغورونکو ډلو له تګه خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند جانان سایق وايي، دغه ډلې تر کنډوالو لاندې د بندو پاتو کسانو د را ایستلو او د زلزله‌ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تللي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق خبریالانو ته وویل:«۳۵ ډلې چې شمېر یې څه باندې ۱۰۰۰ تنو ته رسېږي سیمې ته تللي، څو له هغو کسانو سره چې په کلیو کې تر ویجاړیو لاندې ګیر پاتې دي، مرسته وکړي.»
  
جانان سايق زياتوي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم د زلزله‌ځپلو پر ستونزو د غور او د مرستو د عادلانه وېش په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

ښاغلی سایق وايي:«پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت یو پلاوی په سیمه کې حضور لري او یو بل پلاوی د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت‌الله له خوا استول شوی چې زیانمنو کسانو سره په بشپړه توګه همکاري وکړي.»

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند دغه راز په راتلونکو ورځو کې په ځينو ولایتونو په تېره بیا بادغیس او هرات کې د زلزلو د احتمال خبره کوي.

شریک یي کړئ