Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات زلزلې ته نړۍوال غبرګونونه؛ انټونیو ګوټرش غم‌شریکي وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په هرات ولایت کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او ټینګار کوي چې ملګري ملتونه او په افغانستان کې د دوی شریکان هڅه کوي چې د دغې زلزلې له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

بلخوا، د ایران سرې میاشتې ټولنې، د پاملرنې موسسې، د روغتیا نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، د خوړو نړۍوال پروګرام، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ډاډ ورکړی دی چې د سرپناه، خوراکي توکو او نغدو پیسو په ګډون زلزله‌ځپلو ته بشري مرستې برابرې وي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني طلوع‌نیوز ته وايي:«د ۲۰ زره کورنیو لپاره د یوې میاشتې مرستندویه کڅوړې چې په کې اوړه، غوړ، مالګه او دال‌نخود شامل دي، تیار لرو او ډېر ژر به یې وېش پېل شي. همدارنګه زموږ پلان دا دی چې په راتلوونکو ورځو کې موږ د ۷۰ زرو تنو لپاره خوراکي یا نغدي مرستې ورسوو.»

بل پلو، د امريکا متحده ايالتونو، اذربايجان، پاکستان، ناروې، جاپان، ترکيې، تاجیکستان، ازبیکستان، قطر او ايران په ګډون يو شمېر هېوادونو د هرات د زلزلې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې زیانمن شویو خلکو ته لازمې مرستې برابروي.

په دې لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په ټلېفوني اړیکه کې ویلي چې ایران د هرات له زیانمنو سره مرستې ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي:«په دغې اړیکه کې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د غم‌شریکۍ او خواخوږۍ څرګندونه کړې. هغه همدرانګه زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه هم کړې او د هر ډول همکارۍ لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.»

د ایران د خراسان رضوي ولایت والي سرادر یعقوب علي نظري ویلي:«د خراسان رضوي د سرې میاشتې رییس دم‌ګړۍ په هغې سیمه کې مېشت دی او مرستې هم سرحد ته رسېدلي دي او راتلونکې مرستې هم چمتو دي. ان‌شاالله د هرات د چارواکو په غوښتنه او اجازه ورکړي چې د مرستې لپاره سیمې ته داخل شي.»

د ملک سلمان بنسټ هم د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت د ۱۵۷۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده.
  
د افغاني سرې میاشتې د ټولنې عملیاتي مرستیال عبداللطیف ثابت وویل:«د ملک سلمان بنسټ کابو ۱۵ زره او ۷۵۰ خوراکي کڅوړې مرستې کړي، چې څه باندې ۲۲۵۰ کڅوړې رسېدلي او نورې هم د چمتو کېدو په حال کې دي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکې پر دې باور دي، چې د هرات پر زلزله ځپلو د مرستو د وېش بهیر د روڼتیا لپاره اړتیا ده، چې اسلامي امارت یو کمېسیون جوړ کړي څو مرستې په ښه توګه مدیریت کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر طلوع‌نیوز ته وايي:«په اوسنیو شرایطو کې، له زلزله‌ځپلو سره د بهرنیو او کورنیو مرستو د مدیریت لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت یو ځانګړی جوړښت او میکانیزم په پام کې ونیسي چې په سمه توګه مدیریت شي.»

اقتصاد وزارت وایي، چې د هرات زلزله‌ځپلو سیمو ته یې لومړنۍ مرستې لېږدولي دي او د نورو مرستو د جلب لپاره د سیمې له هېوادونو او مرستندویو هېوادونو سره په اړیکه کې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم وايي:«زیانمنې سیمې ته د لومړنیو مرستو د چټکټیا په موخه د بېلابېلو ادارو او مرستندویو بنسټونو چارواکي عملاً په هرات کې حضور لري. زیانمنو سیمو ته له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت او سرې میاشتې لومړنۍ مرستې رسېدلي او دغه بهیر دم‌ګړۍ هم دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کمپاین پېل کړی دی او پر هېوادوالو یې غږ کړی دی چې د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه