د سرپرست حکومت چارواکو په بلخ کې د قوشتېپې کانال د دویم فاز په پرانیستغونډه کې ویلي چې د دغه کانال د چارو له بشپړېدو سره به افغانستان د غلې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د کرنې په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي:«اسلامي امارت هوډ لري چې د هېواد د زراعت او د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا دی په عملي ډګر کې د ګام اخیستو ښه بېلګه یې، د قوشتېپې کانال ته به وینوو.»
د سرپرست حکومت ځینې نور چارواکي هم د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستانه غواړي چې د قوشتېپې کانال د جوړېدو اړوند اندېښنه ونهلري.
دغه چارواکي ډیپلوماټیکو او خبرو اترو له لارو د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته د رسېدو اړوند د اسلامي امارت د چمتووالي خبر هم ورکوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«دلته زموږ او تاسو د ګاونډیانو لپاره دې هېڅ اندېښنه موجوده نه وي. اناشاالله موږ چې هر څومره استفاده وکړو، بیا هم د امو له سینده کوم چې د افغانستان حقه حقوق دي، هغه پړاو ته نه رسېږو.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شسیر محمد عباس ستانکزی هم څرګندوي:«کهچېرې زموږ ګاونډیان په دې هکله اندېښنه ولري، موږ حاضر یو چې له هغوی سره له ډپيلوماټيکو لارو او چینلونو په اړیکه کې واوسوو.»
ورته مهال، د امنیتي او دفاعي وزارتونو چارواکي هم د قوشتېپې کانال د پروژې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنهکړي چې د دغې پروژې د چارو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي:«موږ د داسې سترو پروژو خصوصاً د ملي دفاع وزارت، ملي او اسلامي اردو چې ده، د داسې سترو پروژو تر شاه ولاړه ده او په خپل ټول توان سره به یې حمایت کوي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم وویل:«افغانان یو غیرت من قوم دی، به خپلو وعدو او ژمنتیاو ټينګ ولاړ قوم دی، موږ له خپلو حدودو نه ورتېرېږو، له خپلو حقوقو نه دفاع کوو.»
د قوشتېپې اکنال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰۰ متره پلنوالی لري چې د بلخ ولایت له کلدارې ولسوالۍ پېل او له جوزجان ولایت څخه له تېرېدو وروسته د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.
په دې اړه مو اندونه