په کابل کې د جاپان سفیر د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیا له پروګرام سره د یوې هوکړې د لاسلیک کولو په مراسمو کې ویلي چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره اړتیا ده چې په دغه هېواد کې واکمن چارواکي د خلکو د غوښتنو پر بنسټ غوره حکومتولي وړاندې کړي.
تاکاشي اوکادا په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره، د تلپاتې سولې او سوکالۍ زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي اوکادا وايي:«په افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پایته رسېدلې او اوس د افغانانو لپاره د سولې او سوکالۍ فرصت برابر شوی دی. که د افغانستان اوسني چارواکي د افغانانو په غوښتنو او له نړۍوالې ټولنې سره په همکارۍ ښه حکومتولي رامنځته کړي؛ نو راتلونکې به روښانه وي.»
په کابل کې د جاپان سفیر همداراز زیاته کړې چې، د حکومت بدلون، د اقتصاد پاشل کېدل او طبیعي پېښې له هغو لاملونو دي چې، ورسره په افغانستان کې د بشري بحران کچه لوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، له اقتصادي فعالیتونو د ښځو په حذفېدو سره له څلور تر ۷ سلنې ناخالص تولید له لاسه تللي دي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر زیاته کړه:«د افغانستان له اقتصاده د ښځو حذفېدل د دغه هېواد د ۴ تر ۷ سلنې د ناخالص تولید د له لاسه تللو لامل شوي دي.»
په دې پروګرام کې چې، په خصوصي سکټور کې له افغان ښځو د ملاتړ په موخه د جاپان او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام تر منځ د ۱۰ میلیون ډالرو د هوکړې د لاسلیک لپاره جوړ شوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي وویل، د دغه پروګرام لمخې به د هېواد په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۱۴۰۰ ښځو ملاتړ وشي.
ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی سټېفن روډریګز څرګندوي:«د جاپان دولت شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره د نوې پروژې لپاره ځانګړي کړي دي. دغه نوې پروژه به په ټوله کې له ۱۴۰۰ ښځو ملاتړ وکړي. په دې پروژه کې د ښځو د ظرفیت لوړونې او د هغو د ځواکمنتیا لپاره ډول ډول امکانات په پام کې نیول شوي دي.»
دغه پروژه د روان زیږدیز کال په روانه میاشت کې پیل شوې او د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې دوام وکړي. په دې پروژه کې به د کونړ، لوګر، کندهار، زابل، بغلان، کندز او کاپیسا په خصوصي سکټور کې له ښځو ملاتړ وشي.
په دې اړه مو اندونه