د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د ترکیې د اناتولي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، طالبان به د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو له عملي کېدو پرته په رسمیت و نه پیژندل شي.
د ضمیر کابلوف په باور، که سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې غوښتنه کوي باید د نړۍوالې ټولنې غوښتنو په ځانګړې توګه د ټول ګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو مراعتول دې په عمل کې ثابت کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي: «هر هغه هېواد چې غواړي له نړۍوالې ټولنې سره خپلې اړیکې عادي او پراخې کړي، رسمیت پیژندنه ورته ډیره اړینه ده، دا چاره به طالبان هم دې ته وهڅوي چې په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي او مسکو د طالبانو د کورنۍ پالیسۍ مخالف نه بلکې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتوونکی دی.»
خو اسلامي امارت وايي، د افغانستان اوسنی حکومت ټول ګډونه دی او له نړۍ غواړي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه و نه کړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «اسلامي امارت هغه اقدامات کوي چې افغانستان خلکو او د افغانستان ګټې یې ایجابوي، دا مهمه ده چې موږ په کورنیو مسایلو کې بهرنۍ غوښتنې ومنو. موږ ته د افغانان، د اسلامي شریعت او خپلې غوښتنې مهمې دي.»
د سیاسي چارو شنونکي، اجمل زرمتي طلوع نیوز ته ته و ویل: «نړۍ دې په ټوله کې د افغانستان بهرني سیاست چې په ټوله کې یو بې پری، متوازن او خپلواک سیاست دی او په دې کې ستونزه نشته، په دې ۲۶ میاشتو کې ټولو هېوادونو منلې چې د افغانستان بهرني سیاست کې ستونزه نشته خو ستونزه د افغانستان پ کورني سیاست کې ده.»
د نړۍوالو اړیکو کارپوه، واحد فقیري و ویل: «هیله من یم چې اسلامي امارت هم د دې سترو لوبو متوجه وي او نړۍ دې هم نور د افغانستان له خلک لاس په سر شي ځکه نوره اړتیا نشته چې موږ بیا لوو لوبو ته وهڅوي او موږ بیا سترو سیاسي او پوځي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.»
کابلوف زیاته کړې چې مسکو د سرپرست حکومت له بهرني سیاست هیڅ شکایت نه لري او ټينګار کوي چې له اسلامي امارت سره اړیکې باید سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې په برمته کې نه وي.
دغه روسي چارواکی وايي، له سرپرست حکومت سره باید پر سوداګریزو، اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو تمرکز و شي.
ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د چین د سفیر ټاکل او له افغانستانه یې د باورلیک اخیستل ډيپلوماټیک تشریفات بولي او ویلی یې دي چې دغه اقدام د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې په مانا نه دی.
په دې اړه مو اندونه