د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس، مصطفی هاشمي طلوع نیوز ته ویلي چې په ننني ځانمرګي برید کې تر دې دمه ۷ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړې چې، د یادې پېښې ځیني قربانیان د کندز روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي او د هغوی [ټپیانو] وضعیت نازک دی.
دا ځانمرګی برید نن (جمعه) له غرمې وروسته د جمعې لمانځه پرمهال د پلخمري ښار په امام زمان تکیه خانه کې رامنځته شوی دی.
تر دې دمه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه