Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستان سرپرست حکومت مو کورونه ورانوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، یو شمېر کډوال وایي، چې پاکستاني پوځیان د هغوی کورونه او ځمکې خرابوي څو د پاکستان پرېښودو ته اړ شي.

 یو شمېر دغه کډوال زیاتوي چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او د کډوالو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وکړي.

کډوال، حاجی نظر و ویل: «په پاکستان کې د تیرو دوه ورځو راهیسې په اسلام آباد کې د کډولو کمپونه وران شول او په هغو کورونو کې ښځې او ماشومان وو، چې هیڅ رحم پرې ونشو.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس، میر احمد رووف، په دې تړاو و ویل: « د اسلام آباد ښار په څنډو کې، کراچۍ ښار او ځینې نورو ځایونو کې د کورونو ورانېدل روان دي او کورونه وران شوي دي او تر دې چې د دوی  شخصي پانګه لوټول کیږي.»

بلخوا، د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر په پېښور کې ویلي دي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل له افغانستان سره د اړیکو د پرې کېدو په مانا نه دي.

خو اسلامي امارت وایي، چې له کډوالو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « د دوی نیول او بندي کول د هېڅ هېواد په ګټه نه دی او بدبختانه د افغانستان او پاکستان او د دوو ولسونو تر منځ اړیکې خرابوي او پاکستاني مسوولین باید دې ته پام وکړي.»       

بل خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اکس ټولنیزه پاڼه په وروستۍ یوې اوونۍ کې له پاکستانه هېواد ته د اته سوه کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

ورته مهال، د سیاسی چارو ځینې شنوونکي پر دې باور دي، چې پاکستان تر دې مهاله په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو له امله له نړۍوالو بنسټونو د افغان کډوالو پر وضعیت د غور لپاره ډېرې پیسې اخیستی دی.

د سیاسي چارو شنوونکي، سمیع‌الله احمدزي څرګنده کړه: « پاکستان تر ۲۰۲۱ کاله د دغو کډوالو په وسیله ۲۱.۳ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي، زه مطمین نه یم چې پاکستان دی دغه کډوال وباسي.»

تر دې وړاندې ځينو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر له خولې لیکلي چې په پاکستان کې ناقانونه کډوالو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل په پای ته رسېدو سره، به د افغان کډوالو پر وړاندې اقدام کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

شریک یي کړئ