Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: هېواد کې د اورښت کچه ۳۷ سلنه راټيټه شوې

د اقلیم د بدلون له اوونۍ سره هم‌مهاله، د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په هېواد کې د اورښت کچه د تېرو کلونو پرتله ۳۷ سلنه راټیټه شوې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په هېواد کې ۱۷۰۰ تنه د اقلیمي بدلونونو او سېلابونو د راتلو له امله وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال عبدالسلام حقاني د اقلیمي بدلونونو او پر افغانستان یې د اغېزو په غونډه کې وايي:«د واورې او باران اورښت ۳۷ سلنه کم شوی، په دغو کلونو کې د اورښت کابو ۳۷ سلنې کموالي زموږ پر چاپېریال ډېره اغېزه کړې ده.»

د غونډې سمبالوونکی عبدالرحیم خرم څرګندوي:«اقلیمي بدلونونو د ځمکې پر مخ د اته مېلیارده نفوس ژوند او ژوندون ګډ وډ کړی او هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.»

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر استازی بیا د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسي په افغانستان کې د اقلیم بدلون په تړاو د نړۍوالو نه پاملرنې په تړاو اندېښنه څرګندوي.

د یوناما د سیاسي چارو، اقلیمي بدلون او سولې او امنیت مسوول چېرټي واټسن وايي:«د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې، په افغانستان کې د اقلیمي بدون مسئلې ته پام نه‌دی شوی، خصوصي سکټورونه او د نړۍوالې ټولنې نادولتي سازمانونه باید د اقلیمي بدلون موضوعاتو ته پام وکړي ځکه دا مسئله ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.»

له دې سره سم په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د چارسمبالي استازې رافاېلا اېوډېس وايي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله رامنځ ته شوې پېښې بشري ناورین دی چې تر ټولو زیاتې یې ښځې اغېزمنې کړې دي.

مېرمن اېوډېس ویلي:«دا څرګنده ده چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون موضوع د دغه هېواد د اوسېدونکو لپاره په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره د یوې سترې ننګونې په توګه پاتې ده.»

د اسلامي امارت چارواکي بیا په دغه غونډه کې وايي، د شین کوریزو ګازونو تولید او خپرول د نړۍوالو او بشري قوانینو خلاف کار دی او له صنعتي هېوادونو غواړي چې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د دې ستونزې په له‌منځه وړلو کې همکاري وکړي.

په نړۍواله درجه بندۍ کې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان د نړۍ شپږم زیانمن هېواد ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ