Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م: د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره ۹۳ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ډانیل پیټر انډرس زیاتوي چې په هرات کې د پرله‌پسې زلزلو له امله شاوخوا ۴۳ زره کسان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي دي.

د ډانیل پیټر انډرس په وینا په راتلوونکو شپږو میاشتو کې ۹۳ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده چې د هرات د زلزله‌ځپلو وضعیت ته رسېدنه وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال ډانیل پيټر انډرس وايي:«د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، شاوخوا ۱۵۰۰ کسان د هرات په زلزلو کې مړه شوي، زیات او کم ۲ زره نور ټپیان دي. سربېره پر دې، زموږ دې ته هم پام شوی چې په دغو زلزلو کې ۴۳ زره کسان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي دي.»

اخوا، د هرات زلزله‌ځپلي وايي، په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

زیانمن عبدالکریم طلوع‌نیوز ته وویل:«ډېری خلک د اوبو د نشتوالي له امله اندېښمن دي، که‌چېرې د اوبو ټانکرونه په هغو ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه ډېره ده، د بېلګې په توګه په واټونو او بڼونو کې دلته دې نږدې کړي، خلک اوبو ته اړتیا لري او که‌چېرې دې ته رسېدنه وشي ډېره ښه به وي.»

زیانمن عبدالحق څرګندوي:«څو ورځې کېږي چې موږ له کوره راوتلي یوو او په پرانیستې فضا کې ژوند کوو او موږ کابو ۱۲ تر ۱۳ تنو یوو، چې مشران، کشران او ماشومان په کې شامل دي او د ماشومانو د ژړا غږ اورو.»

په هرات کې د دغې زورورې زلزلې له امله، تر دې دمه څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ تنه مړه او لسګونه کلي په کنډوالو بدل شوي دي.

په هرات کې په تېرو لسو ورځو کې مرګونې او زورورې زلزلې د دغه ولایت ډېری برخې لړزولې دي. 
 
شریک یي کړئ