یو امریکایی سناتور د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ډېرو پيسو پر لېږد له نیوکې سره وایي، داسې یوه طرحه یې وړاندیز کړې چې له مخې به یې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو مرستې بندې شي.
رنډ پال وایي، چې په روانه اوونۍ کې به دغه طرحه یوځل بیا وړاندې کړي.
امریکایی سناتور رنډ پال وویل:«ما یوه لایحه وړاندې کړې چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مرستې بندې شي او په دې اوونۍ کې به یوځل بیا دا کار ترسره کړم.»
بلخوا اسلامي امارت له امریکا متحده ایالتونو او د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې په پراختیایي برخو کې له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«له بده مرغه په پراختیايي برخو کې دغه مرستې ډېرې کمې دي، زموږ غوښتنه دا ده چې په پرمختیايي او پراختیايي برخو کې دې مرستې دوام پيدا کړي او د نړۍوالې ټولنې مرستې دې نه یوازې کمېږي نه بلکې کورنیو اړتیاوو ته په کتو هره ورځ باید د بهیر زیاتوالي ته مخه کړي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وایي، امریکا له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هېوادونو ګڼل کېږي او د دغو مرستو بندېدل به د هېواد اقتصاد ته زیان ورسوي.
د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي څرګندوی:«په هغه صورت کې چې له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې شي هغه هم په داسې حال کې چې د حکومت اقتصادي کچه ډېره ټیټه ده او کومه بل مهم غوراوی چې وکړای شي د امریکا د مرستو بدیل د افغانستان لپاره وي شتون نهلري څرګنده ده چې کولای شي په افغانستان کې د واکدارانو لپاره د وضعیت مدیریت ستونزمن کړي او دننه په افغانستان کې اقتصادي بې نظمي زیاته کړي.»
تر دې وړاندې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مک کال له افغانستان سره په کېدونکو بشري مرستو کې د اسلامي امارت پر لاسوهنې نیوکه کړې وه، خو اسلامي امارت دغه مسئله بې بنسټه ګڼلې ده.