Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بیوزلۍ له منځه وړلو نړۍواله ورځ؛ کابل میشتي وایي له سختې بیوزلۍ کړیږي

د اکټوبر ۱۷ مه د بې وزلۍ او لوږې سره د مبارزې  له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ داسې مهال ولمانځل شوه چې د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي د بې وزلۍ له ننګونو سره مخ دي.

حسین هم یو له هغو لسګونو بې وزلو څخه دی چې د کار موندلو په موخه له بدخشانه کابل ته راغلی وایي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او په سخته کې ژوند تیروي.

 حسین و ویل:« اقتصادي وضیعت مې ښه نه دی، په کور کې د ۸  څخه تر ۱۲ کسه ډوډۍ خواره لرم او مور او پلار مې هم له ما سره دي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له بې وزلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د کابل اوسېدونکي، مرتضی و ویل: « موږ تل د خلکو ستونزې وینو چې د بې وزلۍ سره مخ دي او ژمې هم راروان دی، نړۍواله ټولنه دې په دغه برخه کې د افغانستان سره مرسته وکړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، سهراب په دې تړاو وویل: « د اسلامي امارت څخه غواړو تر څو د اړمنو ځوانانو اوکورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړي.»

بل‌خوا، د کار نړۍوال سازمان پر خپله اکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه کسان وزګار دي.

 د کار نړۍوال سازمان، لیکلي : « له بده مرغه میلیونونه افغان د مناسبو کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دي. د کار نړۍوال سازمان چمتو دی چې په افغانستان کې، د افغانانو د اقتصادي پیاوړتيا په موخه د داسې کار ملاتړ وکړي چې مناسب مزد ورکړي او کاري شرایط یې خوندي وي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا طلوع نیوز ته و ویل: « د افغانستان حکومت اړ دې چې یو اقتصادي پلان طرحه کړي، تر څو د هغه پلان سره سم بهرني پانګه اچوونکي جذب کړي او په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي.»

له دې سره سم، د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، هڅه کوي چې د اوږدمهالي پلان او پالیسۍ له عملي کولو سره په هېواد کې د بې وزلۍ کچه راکمه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه څرګنده کړه: « هڅه مو دا ده چې یو ستراتیژیک پلان جوړ شي، چې اسلامي امارت لویې اقتصادي، پراختیایی او د کوچنیو او منځنیو صنایعو پروژې په پام کې لري تر څو د افغانستان د ټولنې څخه د بې وزلۍ ریښه و اېستل شي.»

تر دې وړاندې، ګڼو نړۍوال بنسټونو په هېواد کې د بې وزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه