د غزې په تړانګه کې پر یوه روغتون هوایي برید چې د څه باندې ۵۰۰ فلسطینیانو د وژلو لامل شو ګڼ شمېر غبرګونونه یې پارولي دي.
اسلامي امارت په یوې بیانیه کې دغه برید غندلی او هغه یې بشري جنایت بللی دی. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې اسراييل باید په بیړنۍ توګه پر غزې تړانګې خپل بریدونه ودروي.
د ملګرو ملتونو سازمان، روسیې، چین، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو هم دغه برید غندلی او هغه یې وحشتناکه او قتل عام بللی دی.
بلخوا په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې د دغه برید ډېری قربانیان ماشومان او ښځې دي. هغوی زیاته کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د غزې تړانګې د روغتیا وزارت مرستیال یوسف ابوالریش وايي:«دا پر روغتون د هوايي برید وروسته زیانونه دي. په دې وروستیو کې اسراييلي ځواک زموږ د روغتون له رییس سره ټلېفوني خبرې کړې وې او خبرداری یې ورکړی و، چې روغتون به بمبار کړي.»
ډاکټر محمد النقاع هم څرګندوي:«دلته شاو خوا ۳ زرو کسانو پناه اخیستې وه. موږ په روغتون کې پر کار بوخت وو. تر دې مخکې هېڅ ګواښ نهو. شاوخوا ۶ نیمې بجې به وې چې زموږ پر روغتون د مرمیو باران وشو.»
د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم وايي:«هغه څه چې نن شپه پېښ شول، دروند غم او قتل عام و چې د زغم وړ نهدی. اسراييلو نن شپه د غزې روغتون بمبار کړ.»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ویلي:«پر غزې تړانګه چې کوم برید شوی، یو ستر ناورین او یوه وحشتناکه پېښه ده. سلګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.»
د اروپايي ټولنې د کمېسیون رییس اورسولا فون در لاین څرګنده کړې:«پر هغه روغتون برید چې ملکیان پهکې بستر دي، هېڅ پلمه نشته. ټول حقایق باید ثابت شي او د دغې پېښې مسوولان باید ځواب ویوونکي وي.»
د غزې په تړانګه کې پر دغه روغتون برید، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لاریونونه هم راپارولي دي.
خو اسراييلي ځواکونه په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
پر غزې تړانګې د اسراییلو بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې له اسراييلو ملاتړ اعلان کړی دی.