د هرات د زنده جان او انجیل ولسوالیو په ۲۰ کلیو کې د زلزلېځپلو لپاره د څه باندې ۲۱۰۰ معیاري کورونو د جوړېدو چارې پېل شوې دي.
انجنیرانو کار د زندهجان ولسوالۍ له سیاهآب کلي چې په زلزله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی وی پېل کړی دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«انشاالله امید مو داشته چې د سخت ژمي مخته به دا کورونه ټولو دغو خلکو ته جوړ شي او دوی به ځای پرځای شي او خپلو کورونو ته به ستانه شي.»
د هوا له سړېدو سره، هرات کې زلزلهځپلي وایي چې تر خیمو لاندې ژوند کول ورته سخت دي. دوی د ژمي موسم تر رسېدو وړاندې خپلو کورونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
جان اقا د خپلې کورنۍ له لسو غړو سره یو ځای، هرات ښار کې د ملګرو ملتونو له لوري په جوړ شوي کمپ کې تر خیمې لاندې شپې او ورځې تېروي.
هغه د هرات په مرګونې زلزله کې د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي او مېرمن یې ټپې شوې ده.
د هرات زلزله ځپلي جان اقا زیاته کړه:«هوا سړه شوې او تر خېمې لاندې ژوند نهکېږي، موږ کور او ژوند غواړو، موږ دلته څه وکړو په خېمه کې ژوند کېږي؟»
د هرات زلزله ځپلې نګار وايي:«په ژمي کې تر خېمې لاندې ژوند کېږي؟ کور جوړ کړئ، خرڅه غواړي.»
د هرات زلزلهځپلی عبدالستار څرګندوي:«ژمی راروان دی، ماشومان دي په دغو سختو شپو او ورځو کې تر خېمې لاندې ژوند سخت دی، که وکړای شي چې ژر تر ژره موږ ته یوه سرپناه جوړه کړي ډېره به ښه وي.»
د هرات زلزله ځپلې مریم هم طلوعنیوز ته وايي:«د شپې ساړه ډېر دي او په یوې کمپله کې طاقت نهکېږي. لوښي او د کور نور توکي تر خاورې لاندې شول، د خپل ژمي لپاره مو جامې تیارې کړې وې ټول تر خاورې لاندې شوې.»
نږدې دوې اوونۍ وړاندې مرګونې زلزلې د هرات په زندهجان، انجیل او کُشک رباط سنګي ولسوالیو کې لسګونه کلي په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي. په دغه زلزله کې سلګونه نور کورونه هم د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې زیانمن شوي، چې د استفادې وړ نهدي.