Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له م.م سازمانه د ا.ا غوښتنه؛ د افغانستان څوکۍ اوسني حکومت ته وسپارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د نړۍوالې ورځې په درشل کې یوځل بیا له ملګرو ملتونو سازمانه غوښتي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې سرپرست حکومت ته د دغه څوکۍ نه‌سپارل به د افغانستان د خلکو په حق کې جفا وي.

 ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«د دغه سازمان موخې جلا دي او موږ په یوه جلا لوري چې خپلواکي، ازادي او اسلامي نظام دی، مخته ځوو، طبیعي ده چې زموږ لار سره جلا ده؛ خو د افغانستان پر خلکو ستر ظلم شوی او کېږي چې څوکۍ د افغانستان خلکو او حکومت ته ونه‌سپارل شي.»

د پخواني حکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوه. که څه هم نصیر احمد فایق د دې څوکۍ د سرپرست په توګه کار کوي؛ خو اسلامي امارت زیاتوي، د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وروسته باید دا څوکۍ اوسني حکومت ته وسپارل شي.

له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندیشه وايي، هیله لري چې دغه سازمان به د افغانستان په چارو کې مهم رول ولوبوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندیشه ویلي:«د افغانستان په قضیه کې د ملګرو ملتونو سازمان رول محوري او بنسټيز دی او یوازینی مهم دفتر چې دم‌ګړۍ په افغانستان کې فعالیت لري د ملګرو ملتونو سازمان دی. که‌څه هم د مرستو رسېدو په بهیر کې یې فعالیتونه محدود شوي خو د ستر نړۍوال سازمان په توګه ډېر ستر رول لوبوي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«ملګري ملتونه چې څو اویا کاله مخکې له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته په اوسنۍ بڼه رامنځته شو، هغه ځواکونه چې د امنیت په شورا کې دي، په هغه وخت کې یې جګړه ګټلې وه او په اصطلاح خلکو یې غږ اورېده.»

په ۱۹۴۵ زیږدېز کال کې د ملګري ملتونه سازمان بنسټ کېښودل شو او افغانستان په ۱۹۴۶ زیږدېز کال کې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه