کابل کې یو شمېر ښځو د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې پر غزې تړانګه د اسرائیلو بریدونه غندلي دي.
دغو ښځو غوښتنه کړې چې د فلسطیني ښځو او ماشومانو ژوند دې خوندي شي او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه دې ژر پای ته ورسیږي.
لاریون کوونکې، انجامه کوهستانۍ طلوع نیوز ته و ویل: «له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې د ښځو د حقونو ساتنه وکړي که هغه په هر ځای کې دي، نړۍ کې ډېر اسلامي هېوادونه دي خو ولې فلسطین په وینو کې ډوب دی.»
بلې لاریون کوونکې، حسیبا رسولي و ویل: «ایا هغه ماشومان د ژوند حق نه لري، د ازادۍ حق نه لري؟ ایا هغوی انسانان نه دي چې څوک یې غږ واوري.»
ځینې نورې لاریون کوونکې بیا، پر غزې تړانګه د اسرائيلي ځواکونو مرګوني بریدونه د نړۍوالو او بشري قوانینو خلاف بولي او له اسلامي هېوادونو غواړي چې د اسرائيلو پر وړاندې اقدام وکړي.
لاریون کوونکې، سمیه محمدي و ویل: « چیرته دي هغه د ملګرو ملتونه چې د بشر حقونو د ملاتړ چیغې وهي؟ ولې د فلسطینانو غږ نه اوري؟ ولې څوک د هغې خور او مور غږ نه اوري چې هره ورځ یې اولادونه په وینو لړل کیږي.»
لاریون کوونکې، ماریا یعقوبي داسې و ویل: «د محمد ص امت واک غوښتونکی امت نه دی، هغه څه چې موږ ته مهم دي، دا دي چې د فلسطین خلک مظلوم شوي دي.»
د فلسطین او اسرائيلو ترمنځ له جګړې ۲۰ ورځې تیریږي او په دغه جګړه کې تر دې دمه، څه باندې شپږ زره او پنځه سوه فلسطینیان وژل شوي دي.