Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت ته نوی سفیر وټاکل شو

اسلامي امارت په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت ته نوی سرپرست ورپیژندلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې بدرالدین حقاني، په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د متحده عرب اماراتو له لوري د شارژدافير په توګه د بدر الدين حقاني منل د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيکو کي مهم پرمختګ بولي چې په ترڅ کې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ سياسي، اقتصادي او نورې هر اړخيزي اړيکې لا هم پراخې او په اماراتو کې ميشت سلګونه زرو افغانانو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو سبب وګرځي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه و ویل: «هو ښاغلی بدرا  لدین حقاني د اسلامي امارت له غړو دی چې ابوظبی کې یې خپلې چارې پیل کړي دي، ابوظبی کې به نورې کونسلي چارې هم اسلامي امارت ته وسپارل شي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او ډيپلوماټان بیا وايي، په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرستانو ټاکل او ګومارل په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل اغیز کولای شي.

د سیاسي چارو شنونکي، نجیب الرحمن شمال و ویل: « ابوظبی کې د اسلامي امارت استازي ټاکل کېدل به هلته د مېشتو سوداګرو او افغانانو لپاره د کونسلي خدمتونو وړاندې کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

پخواني ډېپلوماټ، عزیز معارج و ویل: «هغه هېوادونه چې له اسلامي امارت سره مستقیمې او غیر مستقیمې ډیپلوماټیکې اړیکې لري او د سیمې له موضوعاتو لرې نه شي پاتې کېدلی، متحده عربي امارت هم پرېکړه وکړه چې د اسلامي امارت یو استازی د سفیر په کچه و مني او اړیکې ولري.»

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت سرپرست داسې مهال پېژندل کیږي چې تر دې مخکې، په هسپانیې او هالنډ کې افغان سفارتونو له اسلامي امارت سره تعامل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه