اسلامي امارت ویلي چې دمګړۍ له افغانستانه بهر په سفارتونو کې د سرپرست حکومت څه باندې ۱۷ شارژدافیران حضور لري.
ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وایي، چې د تېر حکومت د سفیرانو ترڅنګ، یو شمېر هېوادونو ته د اسلامي امارت شارژدافېران هم معرفي شوي دي.
ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«موږ په ډېرو هېوادونو کې خپل سفارتونه فعال ساتلي دي. دا سفارتونه په ۱۶ یا ۱۷ هېوادونو کې دي او کونسلي خدمتونه وړاندې کوي. ځينو ځایونه ته نوي سفیران استول شوي او ځينو ځایونو کې پخواني سفیران فعالیت لري.»
بلخوا، یو شمېر پخواني ډيپلوماټان په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت د سفیرانو حضور له هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره ګټور ګڼي.
د سیاسي چارو شنوونکی محبالله شریف وايي:«هېوادونه له افغانستان سره د خپلو ډپیلوماټیکو اړیکو له نظره، له افغانستان سره د اړیکو د اهمیت له پلوه، له افغانستانه بېلابېلې غوښتنې لري او زه فکر کوم چې موږ په هر پړاو کې له یوه تفامه یوه واقعي ډپيلوماټيک تعامل ته رسېږو. په هر پړاو کې چې موږ لاسته راوړنه ولرو، نه یوازې امارت، بلکې افغان ملت به هم سوکالۍ ته ورسېږي.»
خو اوس پوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت د دې لپاره چې د نورو هېوادونو له لوري یې سفیران ومنل شي، باید کوم کارونه ترسره کړي.
د پوهنتون استاد ذکي الله محمدي وویل:«ترهغې چې ټول هېوادونه یوې اجماع ته ونهرسېږي چې ایا اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او که نه؟ او یا داسې اجماع جوړه شي چې د اسلامي امارت سفیر په خپل هېواد کې مني، هېڅ هېواد په یوازې د افغانستان سفیر نهمني.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بدرالدین حقاني په ابوظبۍ کې د سرپرست حکومت د سفیر په توګه وټاکه.