Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خواجه‌یوف:افغانستان کې سوله او ټیکاو، سیمه او ازبیکستان کې سوله او ټیکاو دی

د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف په کابل کې په یوې غونډه کې په افغانستان کې سوله او ټیکاو په سیمه او ازبیکستان کې د سولې او ټیکاو په معنا ګڼي.

ښاغلی جواجه‌یوف چې د یوه ۴۵ کسیزه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی، د اسلامي امارت له ځينو چارواکو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د تعرفو د کموالي په برخو کې له افغانستان سره پر همکارۍ ټينګار کړی دی.

جمشید خواجه‌‌یوف وویل:«د دغه پلاوي په ترکیب کې د ازبیکستان د کرنې وزیر او د اوبو د زیرمو وزیر شامل دي او غواړي چې له تجربو یې ګټه واخیستل شي او په افغانستان کې همکارۍ ته چمتو دي.» 

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ټينګار کوي، چې دواړو لورو پر سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو سربېره، د وسپنې د پټلۍ، ټرانسپورټ، د کانونو د معیاري استخراج، د اوبو د مدیریت، د کرنې د پراختیا او په ازبیکستان کې ځوانانو ته د لوړو زده‌کړو د زمینې د برابرېدو په تړاو خبرې کړې دي.
 
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:«د لوړپوړي پلاوي تګ راتګ ښيي چې د دواړو لورو دوه اړخیزې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي. موږ هیله لرو چې په دغې غونډه کې د دواړو لورو وتوانېږو دوه اړخیزې اړیکې په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.»

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، هڅه کوي چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګري تر درې مېلیارډ ډالرو ورسوي او حیرتان بندر هم د نوامبر میاشتې له پېله خپل ۲۴ ساعته فعالیت پېل کړي.

ښاغلی عزیزي وویل:«د دې پرېکړه شوې چې د الله په هیله زموږ سوداګري له ۶۰۰ مېلیون ډالرو څخه درې مېلیارد ډالرو ته ورسېږي؛ ځکه مخکې هم جناب ولسمشر یادونه کړې وه چې سوداګرۍ دوه مېلیارد ډالرو ته ورسوو؛ خو اوس خوشحاله یوو چې دا موږ پورته کړ درې مېلیارد ډالرو ته.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونه خونه د دواړو هېوادونو له چارواکو غواړي چې د دواړو لورو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
 
د سودارۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند په دې هکله څرګندوي:«له دې مخکې په افغانستان کې امنیت نه‌و، فساد و او د کوکنارو کښت و، اوس درې واړه ښکارندې له‌منځه وړل شوي، افغانستان د پانګونې لپاره مناسب بستر شوی دی.»

په افغانستان کې د ازبیکستاني توکو نندارتون هم پرانیستل شو. دغه راز  د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د خصوصي سکټور له استازو سره د ازبیکستاني پلاوي د «بې ټو بي» غونډه هم جوړه شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه