د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د یوناما له مرستیال مارکس پوټزل سره په کتنه د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د سیمې د هېوادونو پر جورلیز د ګډې ډيپلوماسۍ پر پياوړتیا خبرې کړې دي.
ښاغلي قمي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په دې کتنه د افغانستان په تړاو له سیمې د اخوا لوبغاړو په تېره بیا د امریکا پر ځواب ورکړې ټينګار شوی دی.
کاظمي قمي دغه راز پر اسلامي امارت لګول شيو بندیزونه په افغانستان کې له ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې پر وړاندې خنډ بللي دي.
د ښاغلي قمي پر اېکس پاڼه لیکل شوي:«د نړۍوالو لوبغاړو په ځانګړې توګه د امریکا چې د افغانستان د اوسنیو شرایطو لامله ده، پر ځواب وینې ټينګار کړی. همدارنګه په نړۍوالو نوښتونو کې د نړۍوالو لوبغاړو په هر ډول جوړونکي ګډون شک لرم. له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې لپاره او له نشهيي توکو او لګول شویو بندیزونو سره چې جدي خنډ او ستونزي دي، د مقابلې لپاره، تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل رسالت سره د تلپاتې سولې لپاره ژمن وي او د هغه د حل لپاره، جدي او اغېزناک اقدامات او ترتیبونه برابر کړي.»
په افغانستان کې د ایران سفارت د مطبوعاتو مسوول عباس بدري فر ویلي:«په دغې لیدنه کې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د سیمهییزو هېوادونو په چورلیز ګډې او څو اړخیزې ډپيلوماسۍ پر پیاوړټیا ټينګار شوی دی.»
د سیاسي چارو ځيني شنوونکي پر دې بارو دي چې د سیمې د هېوادونو همکاري د هېواد د اوسني کړکېچ په حل کې اغېزناکه تمامېدای شي.
د سیاسي چارو شنونکی شاکر حیات څرګندوي:«د سیمې هېوادونه د افغانستان په تړاو کمزوری کوونکی سیاست لري، له یوې خوا غواړي چې افغانستان اباد نهشي چې هغوی ته ګواښ متوجه نه وي او بلخوا غواړي چې له اوسني وضعیته بهر شي.»
د سیاسي چارو شنوونکی حمیدالله هوتک هم وايي:«افغان حکومت هم باید هڅه وکړي چې د نړۍ هغه غوښتنې چې له شرعیت سره په ټکر کې نهوي ومني.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان د یوناما دفتر او ایران په څه باندې دوو کلونو کې تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتوالي په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړي او په وار وار یې له سرپرست حکومته غوښتي چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو غوښتنې ومني.
په دې اړه مو اندونه