Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: په کونسلګریو کې زموږ ډپيلوماټان له تبعیض پرته خدمتونه وړاندې کوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي ترکيې ته د خپل سفر په لړ کې په استانبول کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ له ډیپلوماتانو غوښتي چې هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل اېکس پاڼه زیاتوي، ښاغلي متقي په دې لیدنو کې د اسلامي امارت له ډیپلوماتانو غوښتي چې پرته له توپیري چلنده په ترکیه کې د مېشتو افغانانو خدمتونه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«ښاغلي متقي په استانبول کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ څخه لیدنه کړې او هلته يې د خدمتونو وړاندې کول ارزیابي کړي او سپارښتنه يې کړي، چې په ترکیه کې مېشتو افغانانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، د وزارت سرپرست همدارنګه د اسماعیل اغا له مرکزه لیدنه کړې او وايي، افغان او ترکان ژورې دیني، مذهبي او تاریخي اړیکې لري او د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

یو شمېر افغانان چې په ترکیه کې ژوند کوي په استانبول کې د اسلامي امارت له کونسلګرۍ غواړي، چې د دوی لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په ترکیه کې مېشت افغان فیصل نظامي وايي:«دلته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر تراوسه پورې بند دی او ډېر افغانان يې ستونزو سره مخ کړي او باید د وېش لړۍ يې پېل شي.»

په ترکیه کې مېشت افغان واحد امیني وویل:«دلته افغان ځوان فعالان شته او په بېلابېلو برخو کې کار کوي او د اسلامي امارت باید د دغو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ورسره مشورې وشي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو ځیني شنوونکي او پخواني ډیپلوماتان د امیر خان متقي سفر د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو ټینګښت لپاره ګټور بولي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد افضل حبیب صافی وايي:«د هېواد د چارواکو سفرونه که د هرې موضوع په اړه وي په ځانګړي ډول د هېواد د روان وضعیت په اړه ګټور دی.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې، ښاغلي متقي په استانبول کې د ای اېچ اېچ خیریه بنسټ له مشر سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د دوی د فعالیتونو لپاره به لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې بنسټ رییس ژمنه کوي، چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.

شریک یي کړئ