ځينې هېوادوال وايي چې د سوالګرو د راټولو د کمېسیون د جوړېدو سربېره بیا هم، په پلازمېنه کې د سوالګرو شمېر کم شوی نه دی.
دوی له چارواکو غواړي چې په دې برخه کې له ځنډ پرته ګام پورته کړي.
د کابل اوسېدونکي، شریف، طلوع نیوز ته وايي:«سوالګر د خلکو موټر، تګ راتګ او د خلکو یو کار ته حتماً ستونزه پیدا کوي.»
د کابل بل اوسېدونکي، میلاهم وویل:«له دوی سره چې مرسته کېږي، ډېره ښه خبره ده، ډېری ماشومان چې وینو د زدهکړو وخت یې وي خو هغوی دلته سوال کوي.»
سپین سرې راحله چې مخکې به یې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره سوالګري کوله، د سوالګرو د راټولولو لړۍ له پېل وروسته له دغې چارې لاس پر سر شوې خو وایي تر اوسه ورته د اسلامي امارت له لوري مرسته نهده رسېدلې.
هغې وویل«سړی مې کور کې نشته چې راسره مرسته وکړي، د څلورو میاشتو راهیسې د کور کرایه را باندې پاتې ده، لږ مرسته دې راسره وکړي، دسترخوان مو ولید چې څنګه ټوټې ټوټې وو.»
اسلامي امارت بیا سوالګري ناسم عمل بولي او وايي، هر بې وزله کس ته له ارزونې وروسته د میاشتې دوه زره افغانۍ ورکول کېږي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې تړاو څرګنده کړه:«دوه زره چې هم ویل شوي د کورنۍ په سر نه بلکې د کس په سر دوه زره دي، په کور کې به څو تنه وي خو چې ۵ تنه هم وي نو ښې پیسې کېږي. او همدارنګه ویل شوي چې دغه پیسې باید د اکونټ له لارې ولېږل شي.»
دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې، څو ورځې مخکې د سوالګرو د راټولولو د کمېسیون په غونډه کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د بې وزلو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه