Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالسلام حنفي: له پاکستانه د کډوالو ایستل د ټولو قوانینو پر خلاف دي

د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي چې د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه تورخم ته تللی، د پاکستان حکومت دا اقدام د ټولو منل شویو نړۍوالو نورمونو او قوانینو پر خلاف ګڼي.

ښاغلی حنفي ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
                      
عبدالسلام حنفي په دې هکله وايي:«په اجبراي توګه د کډوالو ایستل له ټولو نورمونو سره په ټکر کې ي. اوس چې دا کار شوی او زموږ خویندې او وروڼه چې دې خوا ته راځي، دلته یې کور دی. که‌چېرې ستونزې هم وي، اوس اړ یوو او دا یو لازمي او اجباري کار دی. دلته یې خپل هېواد دی او موږ به خپل ټول وس وکاروو.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېيو ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ايستلو لړۍ تر بل هر وخته چټکه شوې ده.

تازه را ستانه شوي کډوال وايي، ډېریو خلکو کاروبار، هټۍ او ټول شته هلته پرېښې دي او ځینې کورنۍ اړې شوې چې د خپلو کورونو توکي او وسایل په نیمه بیه وپلوري.
                  
تازه راستون شوي کډوال ذبيح الله وویل:«هغه کسان چې ورته معلوم وو، ورته یې وویل که‌چېرې له لومړۍ نېټې مخکې بهر نه‌شوئ، موږ به له تاسو سره غیرقانوني چلند وکړو.»
              
بل تازه راستون شوی کډوال نور خان هم وايي:«د خلکو کارو بار او ټول شته یې په پاکستان کې پاتې شول. که‌چېرې د یوه څیز بیه پنځه لکه وه اوس په یو لک او پنځوس زره پلورل کېده.»    

په همدې حال يو شمېر نور راستانه شوي کډوال وایي، چې د ژمي د رارسېدو په درشل کې د سرپناه او د ژوند لپاره د لومړنیو امکاناتو نه شتون د دوی پر وړاندې سترې ننګونې دي.
                    
تازه را ستون شوی کډوال عبدالله څرګندوي:«لږ تر لږه د خوړو، خېمې په برخه کې له موږ سره مرستې وکړي. لږ تر لږه موږ ټولو ته د دوه یا درې میاشتو لګښت راکړي.»

د ننګرهار د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د تېرو څو اوونیو په لړ کې تراوسه شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه