د لوړو زده کړو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، دغه وزارت له پاکستانه راستانه شویو افغان زده کړیالانو ته د هغوی د ښوونیزو اسنادو پر بنسټ په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابروي.
د دغه وزارت ویاند ویلي چې، راستنېدونکو افغان زده کړیالانو ته د زده کړو د برابرولو سربېره به راستنېدونکو ښوونکو ته هم په بېلابېلو ولایتونو کې د تدریس زمینه برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، ضیاءالله هاشمي و ویل: « د ټولو هغو زده کړیالانو چې زده کړې یې پای ته نه وي رسېدلي، د اسنادو د ارزیابۍ وروسته د زده کړو زمینه او هغه ښوونکي چې لوړ استعداد لري هم د اسنادو د ارزیابۍ وروسته ورته، په هېواد کې د خدمت زمینه برابروي.»
د پوهنتونونو یو شمېر ښوونکي د هېواد په ښوونیزو بنسټونو کې د متخصصو ښوونکو جذب یو مثبت ګام ګڼي.
د پوهنتون ښوونکی، خالد حبیبي، په دې تړاو و ویل: « دغه کدرونه چې په بهر کې دي، که چېرې هېواد ته راوګرځي نو کولای شي چې د ټولنې خلکو ته خدمت وکړي. او فکر کوم دا به د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ولري.»
ورته مهال، د پوهنې وزارت وايي، چې دغه وزارت هم له پاکستانه راستنېدونکو زده کوونکو ته د اسانتیاو برابرولو ته چمتووالی لري.
د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا، د راستنېدونکو زده کوونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره ځانګړې کمېټې هم جوړې شوي دي.
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس، منصور احمد حمزه، و ویل: « د پوهنې وزارت د راستنېدونکو کوچنیانو د زده کړو او د ستونزو د حل په موخه د بنسټيزو او ثانوي زده کړو لپاره، د رییس په ګډون یوه پنځه کسیزه کمېټه جوړه کړې تر څو د بېلابېلو ولایتونو ښوونځیو او مدرسو کې د راستانه شویو زده کوونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
یادونې وړ ده چې، د چهارشنبې ورځې راهیسې هره ورځ له پاکستانه سلګونه کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کېږي او تازه راغلي کسان هم په بیلابیلو برخو کې د اسانتیاو د برابرېدو غوښتنه لري.
په دې اړه مو اندونه