د ازموینو ملي اداره د مالیې وازرت د نفت او ګاز شرکت د خالي بستونو او د لوړو زدهکړو وزارت د شپې پوهنځیو لپاره د دواطلبانو د ازموینې له اخیستو خبر ورکوي.
د دغې ادارې رییس عبدالباقي حقاني وايي چې ۳ زره ۲ سوه کسانو د نفت او ګازو په برخه کې او څه باندې زر تنو د شپې پوهنځيو لپاره نوملیکنه کړې چې له منځه یې ۱۳۰ تنه د نفتو او ګازو په شرکت کې جذب کیږي او هغه کسان چې لوړه نومره واخلي د شپې پوهنځيو ته به لار ومومي.
د ازموینو ملي ادارې رییس په دې هکله وویل:«نن الحمدالله دوه پروګرامونه دي، د شپې پروګرام دی چې په هغه کې د ځوانانو لپاره د زدهکړوزمینه برابره شوې او همدارنګه د نفت او ګازو شرکت له خوا د ځوانانو د حذب لپاره پروګرام په لاره اچول شوی، هغه ځوانان چې لوړ استعداد لري.»
د کابل پوهنتون رییس بیا وايي، اوس مهال په دغه پوهنتون کې ۲۲ د ورځې پوهنځي او ۱۱ د شپې پوهنځي فعال دي.
د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیزي وايي:«د کابل پوهنتون کې تاسو ته معلومه ده چې په ټول کې ۲۲ پوهنځي لرو او په ورځ کې دغه ټول پوهنځي فعال دي او د شپې په پروګرام کې یوازې ۱۱ پوهنځي لرو.»
د نفتو او ګازو شرکت رییس هم زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ازادو سیالیو له لارې نور بستونه هم اعلان ته ورکړي.
د مالیې وزارت د نفتو او ګازو شرکت رییس محمد نصیر رحیمي څرګندوي:«موږ بیا هم تاسو ته ډاډ درکوو چې په راتلوونکي کې هڅه کوو چې د چارو په مخته بیولو کې له مسلکي او استعداد لرونکو کسانو استفاده وکړو.»
د دغې ازموینې ګډون کوونکي بیا په یاد بهیر کې د روڼتیا غوښتونکي دي.
ګډون کوونکی فدا محمد وايي:«د ازموینو له کمېټې مو غوښتنه همدا ده چې پروسه باید په رڼه توګه اعلان کړي، څو حق، حق لرونکي ته ورسېږي.»
بل ګډون کوونکی خالد هوتک هم څرګندوي:«موږ هیله لرو چې پروسه رڼه وي او یوځل بیا پر مشرتابه غږ کوو چې حق باید حقدار ته ورسېږي.»
اخوا، د ازموینو ملي اداره وايي، د تېر پرتله د محصلینو او دواطلبانو د ازموینو اخیستو بهیر روڼ شوی او ټینګار کوي چې په دغه بهیر کې به هېچا ته د لاسوهنې اجازه ور نهکړي.