د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اسلامي امارت د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ نن (شنبې، د لړم په ۱۳مه) ایران ته ولاړ.
ایران ته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د سفر اصلي موخه د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، بیخ بناوو، د سیمه ییزو رېل پټلیو اتصال، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ زیاتېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«له ایراني پلاوي سره د دغه پلاوي په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، بیخبیاوو، رېل پټلۍ، سیمهییزو نښلون او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ له زیاتوالي او د اقتصادي همکاریو په هکله به بحث او خبرې وشي.»
بلخوا، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه ایران ته د اسلامي امارت د جګپوړي پلاوي سفر له سیاسي او اقتصادي پلوه مهم بولي.
د دغې خونې مرستیال سخي احمد پیمان ټینګار کوي په داسې حال کې چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د هېواد سوداګر له جدي ننګونو سره مخ دي، دغه سفر کولای شي د ایران په چابهار بندر کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلی پیمان وايي:«ایران ته د ملا عبدالغني برادر سفر له سیاسي او اقتصادي پلوه ډېر اهمیت لري، په داسې حال کې چې د کراچۍ په بندر کې زموږ سوداګریز توکي له ستونزو سره مخ دي، او موږ په دغو دوو کلونو کې له ایران سره د سوداګریزۍ، ټرانزیټ او د پانګوڼې ښې اړیکې لرلې دي، هیله لرو چې د چابهار او عباس په بندرونو کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.»
بلخوا، یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو د جلب لپاره د اسلامي امارت د چارواکو هڅې د هېواد په اقتصادي وده کې ګټورې تمامېدای شي.
د اقتصادي چارو شنوونکي سیر قریشي وویل:«هغه نړۍوال شرکتونه چې په افغانستان کې پانګونه کوي، کولای شو ووایوو چې کورني شرکتونه وهڅوي، چې خپل تولید زیات کړي او په نړۍوالو تامین کوونکو بدل شي.»
د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي څرګنده کړه:«د ایران اسلامي جمهوریت چې کلونه کلونه په خپله په بندیزونو کې شامل دی، د مناسباتو په برخه کې ډېر سختدریځي نهلري، په دغه پلاوي کې د افغانستان د خصوصي سکټور شتون چې ملي او نړۍواله تجربه چې لري دا په خپله اغېزناکه ده.»
ایران له پاکستان وروسته له افغانستان سره تر ټولو لویه سوداګریزه او ټرانزیټي راکړه ورکړه لري. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه دوه مېلیارد ډالرو ته رسېږي.