Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‌الرحمن حقاني، کډوالو ته د سرپناه له جوړېدو ډاډ ورکړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني وايي چې له پاکستانه هېواد ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول، د ځمکو وېش او نورې استانیاوې برابرول په نظر کې لري.

ښاغلی حقاني ډاډ ورکوي چې ټولو راستانه شویو کډوالو ته به په منظم توګه مرستې رسوي او ستونزې به يې حلوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي:«د دې لپاره چې راتلونکې کې څه پلانونه جوړېږي او څومره امکانات ورته برابرېږي او دوی ته ښارګوټي جوړ کړو او ځمکې ورته ووېشل شي په دې ټولو باندې کار روان دی.»

ورته مهال ځينې راستانه شوي کډوال د رامنځته شویو اسانتیاوو څخه خوښ دي، خو ټینګار کوي، چې ژمی په رارسېدو دی او باید ژر تر ژره ورته سرپناه برابره شي.

راستانه شوي کډوال عبدالملک وویل:«زموږ هیله دا ده، چې ژمی په رارسېدو دی او دلته بارانونه اورېږي، نو موږ باید خپلو سیمو ته انتقال شو.»

راستون شوی کډوال زکریا هم وايي:«د مهلت په یوه میاشت کې مهاجران په ډېر بد وضعیت کې و او خپل مالونه يې په ډېره ارزانه بیه ورکړي او په ډېرو بدو حالاتو کې له پاکستانه راویستل شول.»

ځیني نور راستانه شوي کډوال وايي، په تورخم کې د راستانه شویو کډوالو ګڼه - ګوڼه ډېره ده او باید د ژوند کولو لا ښې اسانتیاوې ورته رامنځته کړل شي.

راستون شوی کډوال احمد بلال څرګندوي:«دا څو ورځې کېږي چې داسې ګڼه ګوڼه ده او باید د دغو کډوالو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې ورته برابر شي، ځکه دلته ستونزې ډېرې دي.»

راستون شوی کډوال عبدالخالق له حکومت نه غواړو، چې باید هر څه ژر د کډوالو پر وړاندې ستونزې حل شي، ځکه دلته ناروغان دي او سرپناه نه‌لري.»

پاکستان کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ د شمېرو له مخې، تراوسه پورې د تورخم او سپین بولدک له لارو څه باندې دوه سوه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوې دي.

ځينې راستانه شوي کډوال د رامنځته شویو اسانتیاوو څخه خوښ دي، خو ټینګار کوي، چې ژمی په رارسېدو دی او باید ژر تر ژره ورته سرپناه برابره شي.

شریک یي کړئ