Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د ستانکزي ګواښ: افغانان عکس‌العمل ته مه اړباسئ

د بهرینو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي «د افغانستان راتلونکې اقتصادي پراختیا» په نړۍواله غونډه کې اسلام اباد ته ګواښ کړی چې له افغان کډوالو سره مناسب چلند خپل کړي او افغانان د دوی د کړنې پر وړاندې عکس‌العمل ته اړ نه‌کړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانانو عکس‌العمل په تاریخ کې ثبت شوې او اوس افغانستان له پیاوړې دفاعي ځواک او پرېمانه وسلو برخمن دی.

ښاغلي ستانکزي د پاکستان له لوري د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او هغه یې د پاکستان د لنډمهالي حکومت له خوا یوه اړخیزه پرېکړه ګڼلې ده.

د هغه په وینا، پاکستاني پوځيان، له دغه هېواده د ایستلو په لړ کې د افغان کډوالو مالومونه او شتمنۍ چورتالان کوي.

د اسلامي امارت دغه جګپوړي چارواکي ټینګار کړی چې پاکستان د افغان کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو او نړۍ غوښتنه له پامه غورځولې ده، په داسې حال کې چې په خپله خاوره کې یې د افغان کډوالو له شتونه، ډېرې پیسې او امتیازونه ترلاسه کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه د قوش‌تېپې کانال جوړېدو ته په نغوتې سره ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې د امو سیند څخه به د هغوی برخه ورکړل شي او هغوی دې له دې اړخه هېڅ اندېښنه نه‌لري.

هغه څرګنده کړه چې اسلامي امارت د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی؛ خو ګاونډیو هېوادونو ته د زیان او ویجاړۍ لپاره هېڅ ډول پلان نه‌لري.

د کندهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو پر بنسټ، په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه، ۴۵۳۳ کورنۍ چې شمېر یې ۳۱ زره او ۵۴۷ تنو ته رسېږي راستانه شوي دي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت بې قانونه افغان کډوالو ته د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له دغې هېواده ووځي.

شریک یي کړئ