Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو ازموینو پېل؛ نجونې خپل نه شتون ته اندېښمنې دي

د پوهنتونونو د سمسټر د وروستۍ ازموینو له پېل سره سم، یو شمېر زده‌کړیالې نجونې په پوهنتونونو کې خپل نه شتون اندېښمنې کړي دي.

 درویشت کلنه ملکه چې د دري ادبیاتو د پوهنځي زده‌کړیاله وه، د سمسټر په وروستۍ ازموینه کې د خپل حضور پر نشتوالي نیوکه کوي او وایي، چې یوځل بیا یې خپله هیله له لاسه ورکړې ده. نوموړې د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د دروازو د پرانیستو غوښتنه کوي.

 ملکې طلوع نیوز ته وویل:«هیله مو وه چې یوه ورځ به موږ ته ښه خبر راشي، او موږ به وکولی شو چې په دغه ازموینه کې ګډون وکړو؛ خو کله مو چې د لوړو زده‌کړو لخوا کوم ځواب ترلاسه نه‌کړ، ډېر خواشینې شوو، ټولې خوارۍ مو هېڅ شوې او هیلې مو هم له خاورو سره یو شوې.»
     
ورته مهال، یو شمېر زده‌کړیالې په ټولنه کې د نجونو شتون یوه بنسټيزه اړتیا ګڼي او یوځل بیا له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

زده‌کړیالې مریم وايي:«خزاني ازموینې یو ځل بیا پېل شوې او یوازې هلکان په ازاده توګه ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللی شي خو له بده مرغه چې د زده‌کړو دروازې د نجونو پر وړاندې تړل شوې دي.»
    
یوې بلې زده‌کړیالې مسکان، زیاته کړه:«موږ ورو ورو له ټولنې څخه لېرې کېږو او ۲۰ کاله وروسته ځوو، سره له دې چې اوس ټولنې ته راغلي یوو، یوځل بیا حذف کېږو.»
    
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په پوهنتونونو او ښوونځيو کې د ښځو د حضور پر نشتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره له سرپرست حکومته غواړي ترڅو د خپل پایښت لپاره ټولنیز عدالت په پام کې ولري. 

د ښځو د حقونو فعالې فاضله سروش، په دې تړاو څرګندوي:«ټولنیز عدالت د یوه حکومت پایښت ده، که چېرې حکومتونه ټولنیز عدالت مراعت نه‌کړي نو یو ټولنیز ناورین رامنځته کیږي چې د هماغه حکومت د سقوط لامل کیږي.»  

بل‌خوا، د یو شمېر خصوصي پوهنتونو مسوولان وایي، چې څه باندې ۶۰ سلنه محصلانې یې نجونې وې او اوس مهال د هغوی نه شتون خصوصي پوهنتونونه له ځوړ سره مخ کړي دي.

د یوه خصوصي پوهنتون مسوول ګل رحمن قاضي د طلوع نیوز خبریال ته وايي:«موږ شاوخوا ۶۵ سلنه نجونې زده‌کړیالې لرلې، چې ټولې په کورونو کې دي او پاتې ۴۵ سلنه یې مامورین وو، چې یا یې هېواد پرېښود او یا یې هم د معاش او کار نشتون له امله ونه‌شوه کړای زده‌کړو ته دوام ورکړي او یو شمېر یې چې اوس شته دي هم د پوهنتون اقتصاد نه‌شي ټينګولی.»

د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د هېوادالو او نړۍوالې ټولنې یوه دایمي غوښته ده، خو سرپرست حکومت په ځلونو ویلي دي، چې د شرایطو په برابرېدو سره به ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پرمخ پرانیستل شي.   

شریک یي کړئ