Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه دکډوالو اړولو لړۍ چټکتیا او د ایراني ځواکونو له ناوړه چلنده شکایت

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له پیلېدو سره هم‌مهاله، ایراني ځواکونو هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوه برابره چټکه کړې ده.

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي چې هره ورځ له ۴ زره زیات افغان کډوال له ایرانه را ایستل کېږي، چې دا شمېره د تېر پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي.

د هرا ت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست شمېرې ښیي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له ایرانه ۲۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته را اړول شوي دي.

اسلام کلا بندر کې د کډوالو د سرحدي چارو امر عبدالله قیومي وايي:«د پاکستان او ایران توپیر په دې کې دی، پاکستان اعلان کړی چې زموږ کډاوال وباسي البته زموږ له خپلې خاورې، او ایران چې دی له اعلان پرته او په چوپه زموږ افغان کډوال را اړوي.»

له ایرانه تازه را اړول شوي کډوال وایي، چې وروستیو ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي.

د دوی په خبره، ایراني ځواکونه د شپې مهال د دوی کورونو او کارځایونو ته د ننه کېږي او تر نیول کېدو وروسته یې هېواد ته را اړوي.

له ایرانه را اړول شوی نور احمد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اوس پاکستان هم د کډوالو ایستل پېل کړي او ایران هم کډوال وباسي، موږ نه پوهېږو چې د دوی موخه څه ده؟»

له ایرانه را اړول شوی امید هم وايي:«ډېرې نیونې لري او خلک ډېر وهي ټکوي.»

له ایرانه تازه راستانه شوي ځينې کډوال بیا د دغه هېواد د ځواکونو له ناسم چلنده شکایت کوي. د دوی په خبره، سره له دې چې په میاشتو میاشتو یې کار کړی؛ خو د ایرانیانو له لوري یې پیسې نه‌دي ورکړل شوې.

له ایرانه را اړول شوی سردار ولي څرګندوي:«نه ډوډۍ شته او نه اوبه شته او څلور ورځې موږ په پنډغالي کې وو او پرون را واړول شوم، وايي دلته ملګري ملتونه مرسته کوي؛ خو مو تراوسه هېڅ هم نه‌دي لیدلي.»

له ایرانه را اړول شوی جمعه ګل هم وايي:«له زنځیر او ځولانې سره او په ډېر بد وضعیت پنډغالي ته راوړم او تسلیم یې کړم او وروسته یې را واړلم او اوس یو ریال هم نه‌لرم.»

له ایرانه د افغان کډوالو شمېر داسې مهال زیات شوی، چې تر دې وړاندې د یاد هېواد کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و، چې ناقانونه افغان کډوال به وباسي.

د ایران حکومت د شمېرو له مخې، پنځه مېلیون افغان کډوال دغه هېواد کې ژوند کوي، چې نږدې دوه مېلیونه یې وروستیو دوو کلونو کې یاد هېواد ته کډوال شوي دي.
 
شریک یي کړئ