Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: د ډیورنډ فرضي کرښې په هکله د خلکو رایې ته اړتیا ده نه د حکومتونو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي له بي بي سي سره په خبرو کې وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه سرپرست حکومت په یوازې توګه پرېکړه نه‌شي کولای او نه يې په رسمیت پېژني.

ښاغلی متقي زیاتوي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د کرښې دواړه غاړې ولسونه پرېکړه کولای شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«د ډیورنډ موضوع دا یوه ډېره اوږده موضوع ده او ډېرې درنې خبرې دي، په دې کې د ولسونو رایه اخیستل په کار دي او په دې اړه حکومت په خپل سر فیصلې نه‌شي کولای او نه يې منلی شي.»

امیر خان متقي په خپلو خبرو کې وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دا مسئله افغانستان پورې هېڅ تړاو نه‌لري.

نوموړی ډاډ ورکوي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

امیر خان متقي زیاتوي:«دا د دوی خپله کورنۍ موضوع ده، دوی خو ډېر قوي پوځ لري او استخبارات لري باید خپله يې مخه ونیسي، یعنې دا موږ پورې اړه نه‌لري.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د حضور ادعا او د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه داسې نظر لري.

د پوځي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی څرګندوي:«خپله ستونزه دې دوی خپله حل کړي، پر موږ دې تور نه پورې کوي، نو موږ په دې اړه باندې د اسنادو او شواهد په اساس خبرې کوو.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید اکبر آغا وايي:«ډېر مسایل په افغانستان او پاکستان کې شته دي، چې د حکومتونو واک نه‌دی، بلکې ولسونه يې په اړه پرېکړه کولای شي، نو د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع هم ډېره غټه موضوع ده، زه فکر نه‌کوم چې حکومتونه دې د دې موضوع په اړه د پرېکړې واک ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د حضور په اړه ادعاوې کړي او ویلي یې دي، چې دغه تحریک د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي، هغه موضوع چې اسلامي امارت تل بې اساسه بللې ده.

نامیر خان متقي یوځل بیا ډاډ ورکوي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

شریک یي کړئ