Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له وچکالۍ د انرژۍ تر تولیده؛ ایران کې د ملا برادر د خبرو اترو چورلیز

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ایران کې د دغه هېواد د انرژۍ او کرنې له وزیرانو سره په جلا جلا کتنو کي د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په اېکس پاڼه کې لیکل شوي چې عبدالغني برادر د ایران د  انرژۍ له وزیر سره په کتنه کې ویلي چې ایراني پلاوي د هلمند سیند له لیدلو وروسته منلې چې اوبه څو چنده راکمې شوي او له همدې امله عبدالغني برادر د اوبو په تړاو د اسلامي امارت چلند پر ځای ګڼلی دی.

په دغه دوه اړخیزه لیدنه کې د اوبو مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې د ایران د تخنیکي همکارۍ، پانګونې او له وچکالۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«هغوی ته د افغانستان او سیمې د وچکالۍ په هکله توضیحات ورکړل شول او همدارنګه هغوی هم ومنله چې وچکالۍ د هلمند سیند په ګډون ټوله سیمه اغېزمنه کړې او له اوبو له شدید کموالي سره یې مخ کړي دي.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا له ایراني چارواکو سره د عبدالغني برادر کتنې د کابل او تهران ترمنځ د ځينو ستونزو د حل لپاره مهمې بولي.

د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د دې تمه کېږي چې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکو کې اسانتیاوې رامنځته شي.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکي عبدالظهور مدبر هم وویل:«ناسته، خبرې اترې او د افکارو بدلون کولای شي چې د دخیلو هېوادونو په ګټه پرېوځي له هغې ډلې افغانستان کولای شي چې د ایران او مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ ارتباطي پل وي.»

تر دې مخکې هم ملا عبدالغني برادر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له رییس سره په کتنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو سربیره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر سره د غوره همغږۍ، د اوبو مدیریت، ټرانزیټ او د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو په اړه خبرې کړې وې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه