د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي چې متحده عربي اماراتو له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو سره ۲۰ زره خېمو مرسته کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وايي ټاکل شوې چې له دغو خیمو ۱۰ زره تورخم او ۱۰ زره سپین بولدک کې پر راستانه شویو افغان کډوالو ووېشل شي.
محمد ارسلاح خروټی په دې هکله وویل:«په دې کې تقریباً ۲۰ زره خیمې دي چې ۱۰ زره به يې سپین بولدک کندهار او ۱۰ زره به يې د ننګرهار ولایت تورخم ته د کډوالو لپاره انتقال شي.»
د ښاغلي خروټي په خبره، له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو ته د سرپناه برابرولو لپاره سلګونه زره نورو خیمو ته هم اړتیا ده.
د دغه وزارت مرستیال زیاتوي، له کډوالو سره نړۍوالو مرستې د بسنه نه کوي او باید په دې برخه کې د نړۍوالو لخوا د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې پراخې شي.
ښاغلي خروټي وویل:«په نړۍوالو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غواړو، چې په اوسنیو سختو شرایطو کې له افغان کډوالو سره په خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وکړي.»
له پاکستانه راستانه شوي کډوال ټینګار کوي، چې د دوی لپاره باید لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
له پاکستانه راستون شوی کډوال سمیع الله وايي:«موږ باندې پاکستان کې سخت ظلمونه وشول او خپل هېواد ته په راستنېدو باندې ډېر خوشحاله یوو او باید لا ډېرې مرستې وشي.»
له پاکستانه راستون شوی کډوال شاهدالله څرګندوي:«د کډوالو لپاره د اسلامي امارت خدمتونه د ستایلو وړ دي او کډوالو سره د مرستو دا لړۍ دوام پیدا کړي.»
له دې سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان لنډمهاله حکومت حق نهلري، چې کډوال پرته له قانوني بهیره له خپل هېواده وباسي.