Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاکړ: د کډوالو د ایستلو په تړاو د ا.ا چارواکو څرګندونې ګواښوونکې دي

د پاکستان د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د اسلامي امارت د چارواکو څرګندونې غیر مسوولانه، غیر ضروري او ګواښونکې بللې دي.

ښاغلي کاکړ په یوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان او پاکستان دواړه ګاونډي هېوادونه دي او باید د اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وشي.

انوارالحق کاکړ خبریالانو ته ویلي:«دلته د غیرقانوني افغانانو سربېره یو مېلیون ۱۴۰ زره ثبت شوي افغانان هم اوسېږي چې په خورا په عزت سره ژوند کوي. د دې سربېره د پاکستان حکومت ۸۰۰زره افغانانو ته د پاکستان تابیعت کارتونه ورکړي. د کډوالو په اړه د څو افغان چارواکو غیر مسوولانه او ګواښونکې څرګندونې د افسوس وړ دي.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د افغان کډوالو په اړه د پاکستان سیاست غیر عادلانه بولي او زیاتوي، چې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره يې د پاکستان د لنډمهاله حکومت له چارواکو، دیني عالمانو او د دغه هېواد له سیاستوالو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي تکل زیاته کړې:«پاکستاني چارواکو ته مو په ټینګار سره ویلي دي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره دې ستونزې نه جوړېږي او افغان کډوال دې پرېښودل شي چې په باعزته شکل او مناسب وخت کې هېواد ته راستانه شي.»

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګري ملتونه له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند استفن دوجاریک څرګندوي:«زموږ همکاران د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمېشنرۍ کې له پاکستاني چارواکو سره په مستقیمه اړیکه کې دي. موږ د وروستیو پېښو او له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه ډېر اندېښمن یوو. دا اړینه ده چې دغه کډوال له خپل حقه برخمن شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټل وايي:«موږ له خپلو شریکانو سره د پاکستان په ګډون پر ټولو هېوادونو غږ کوو چې له پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د کډوالو د نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د تېرې یکشنبې په ورځ له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ویستلو ته په نغوتې سره دغه هېواد ته خبرداری ورکړ او ویلي يې و، چې پاکستان باید افغانستان غبرګون ته اړ نه‌کړي.

شریک یي کړئ