Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوناما لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د نوي مرستیال پېژندنه

سریلانکايی اېندریکا راتواته چې په بشري چارو کې ۳۰ کلنه او په افغانستان او سیمه کې ۱۴ کلنه کاري تجربه لري، اوس د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت د دفتر ځانګړی مرستیال او په افغانستان کې د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، په یوه غونډه کې د انتونیو ګوتړش د اعلامیې په لوستلو سره د رامز الکبروف له خدمتونو ستاینه وکړه او راتواته یې په افغانستان کې د هغه ځای ناستی اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک وویل:«ښاغلی راتواته په بشري چارو کې د څه باندې ۳۰ کلونو او د افغانستان او د سیمې د مسایلو په ګډون له ناورین ډک چاپېریال کې څه باندې ۱۴ کاله کاري تجربه لري. وروستی موقف چې ښاغلي راتواته په‌کې دنده ترسره کړې، په اسیا پاسفیک کې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کمېشنرۍ د سیمه‌ییز دفتر د مدیر په توګه وه او همدا راز یې په پاکستان کې هم د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کمېشنرۍ د مرستیال په توګه دنده درلوده.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي:«د دې تمه کېږي چې څوک له افغانستان سره په مرستې رسونه کې د استازي په توګه داخل شي چې د افغانستان له اقتصادي او بشري وضعیته په لوړه کچه خبرتیا ولري او وکړای شي چې د دغه بهیر کمزورتیاوې، ځواکمنیاوې او فرصتونه تشخیص کړي.»

 ورته مهال د اقتصاد وزارت د راتواته له ټاکل کېدو خوښي څرګندوي او وايي، له هېوادوالو سره د همکارۍ په موخه به دوه اړخیزو هڅو ته دوام ورکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«له نوي استازي سره هم په بشرپاله برخه کې او هم په پراختیايي برخه کې قطعاً نېکې اړیکې ولرو. زموږ هڅه دا ده چې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي چې وکړای شو د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې ګټور او جوړونکی پرېوځي.»

تر دې مخکې، رامز الکبروف چې د اجرایيه رهبرۍ، سټراټيژیکي پلان جوړونې او پالیسۍ، د پرمختګ مدیریت او بشر پالو مرستو ته د رسېدو په برخو کې یې ۲۸ کلنه تجربه درلوده، له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر یا یوناما د ځانګړي مرستیال او د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه