Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوناما مشرې په جده کې د افغانانو حقونو پر نقض نېوکه وکړه

د سعودي عربستان په کوربتوب د «ښځې په اسلام کې» غونډه کې افغانستان کې د ښځو و نجونو حقونو پر نقض نیوکې شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، په دې غونډه کې ویلي، چې اوس مهال د افغانستان د نیمايي نفوس حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتانبایوا: « پر افغان نجونو او ښځو د طالبان له لوري لګول شويو محدودیتونو هغوی له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او لوړو زده کړو ته له لاسرسي منعه کړي او هغوی یې له هر ډول ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري او سیاسي روحیې محروم کړي دي. له بده مرغه دغه محدودیتونه د طالبان د واکمنۍ نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده.»

په تېر حکومت کې د افغانستان د ښځو ټولنې رییسې، فتانه ګیلاني دې غونډه کې و ویل: «اوس یې وخت را رسېدلی چې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو ځنډول پای ته ورسیږي. موږ افغانان، د افغانستان ښځې او تاسې چې د اسلامي نړۍ له مهمو سازمانونو یاست، راځئ په ګډه د نجونو او ښځو د زده کړو د بیا پیلولو په موخه دغه پیغام تکرار کړو او په افغانستان کې د ښځینه زده کړو د ممنوعیت ستونزې ته حل لار و لټوو.»

د پاکستان د تېر حکومت لپاره په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې چې په دغه غونډه کې یې حضور درلود، په افغانستان کې د ښوونځيو پر پرانیستو ټينګار وکړ.

د پاکستان په تېر حکومت کې په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې، حنا رباني کهر و ویل: «په افغانستان کې پر افغان ښځو د فرصتونو دروازې تړل شوي نو زما په اند دا به سمه وي چې نور هېوادونه او اسلامي دولتونه له افغانستانه پوښتنه وکړي چې هغوی ته دا حق چا ورکړی دی چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د فرصتونو دروازې وتړي.»

اسلامي امارت بیا وايي د اسلامي قوانینو پر بنسټ، په هېواد کې د نجونو او ښځو حقونه خوندي دي او د ښوونځيو مسأله حل کېدونکې ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه و ویل: « د نجونو د زده کړو په اړه به ووایم چې د دې زده کړو یوه برخه ځنډول شوې ده چې ترې انکار نه دی شوی بلکې هڅې روانې دي چې د اسلامي او شریعي قانون په رڼا کې ورته حل لار وموندل شي.»

اخوا، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې اته سوه ورځې تیریږي، هغه موضوع چې تل یې کورني او بهرني غبرګونونه را پارولي خو اسلامي امارت تر دې دمه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د بیرته پرانیستې په اړه نوي څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه