Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ساینس نړۍواله ورځ: افغان نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل غواړي

د نومبر لسمه  د سولې او پرمختګ په خدمت کې د ساینس له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
دغه ورځ داسې مهال را رسیږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتون ته له تګ محرومې دي.
له زده کړو محرومې نجونې له اسلامي امارت غواړي چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.

زده کوونکې، شبنم و ویل: «نن چې د ساینس ورځ ده،  د افغانستان یو لوی قشر چې ښځې دي له خپل بنسټیز حق څخه محرومې دي، له سرپرست حکومت څخه زما غوښتنه دا ده چې څومره زر چې کیږي د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»

دغه زده کوونکې داسې مهال د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو پر تړل کېدو نیوکې لري چې هغوی هم د زده کړو حق لري او غوښتنه کوي چې دا حق دې ورکړ شي.

زده کوونکې، اسمان و ویل: «۸۰۰ ورځې لږې ورځې نه دي، له زده کړو پرته د نجونو لپاره یوه ورځ د کال په څېر وي خو تاسو دا دی اته سوه ورځې کیږي چې افغان نجونې مو له زده کړو محرومې کړي دي.»

اخوا د پوهنتون یو شمېر استادان بیا افغانستان هغه هېواد بولي چې د زده کړو بهیر پکې تل له ستونزو سره مخ و.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستلو ته لومړیتوب ورکړي.

د پوهنتون استاد، حکمت الله میرزاده طلوع نیوز ته و ویل: «د ټولنې یو له قشر له زده کړو محرومول له یو اړخه د یو دیني امر څخه تر یو بریده سرغړونه ده او بله اړخه سواد یو الهی امر دی او د ټولنې د مهم قشر تر محرومول سمه پریکړه نه ده.»

د اسلامي امارت ویاند بیا وايي هڅه کیږي چې افغانستان په بیلابیلو علومو کې پرمختګ وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «موږ د دې غوښتونکي یو چې افغانستان هم د پوهې په ډګر کې له نړۍ سره سیال وي او هغه پړاو ته ورسیږي چې د نړۍ نور هېوادونه ورته رسیدلي دي.»

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا هم په جده کې، «ښځې په اسلام کې» تر سرلیک لاندې غونډه کې هغه څه له امله چې په افغانستان کې یې د نجونو او ښځو د حقونو نقض ګاڼه، نیوکې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه