Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واشنګټن او نوي ډیلي ګډه غوښتنه؛ ا.ا دې د ښځو او نجونو حقوق رعایت کړي

د امریکا  او هند یوځل بیا په یوې ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي دي چې په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د امریکا او هند د بهرنیو او دفاع وزیرانو په خپلې پنځمې ګډې کلنۍ غونډه کې ژمنه کړې چې د ټولو افغانانو د سوکاله او سوله ییز راتلونکي لپاره به سلا مشورې وکړي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د لږکیو د حقونو پر رعایت هم ټینګار شوی دی.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو انټوني بلنکین او جي شنکر په دغې غونډه کې له کوم خنډ پرته بشري مرستو ته د افغانستان د خلکو پر لاسرسي هم ټینګار کړی دی. 

په اعلامیه کې راغلي:«وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو، ماشومانو او د لږکیو ډلو د غړو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د هغوی د سفر ازادي وساتي. هغوی دغه راز له کوم خنډ پرته افغانانو ته د بشري مرستو پر لاسرسي ټينګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان په تړاو به سلا مشورې وکړي څو ټولو افغانانو ته د سوکاله او سوله‌ییز راتلونکي لار هواره شي.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:«تر هغې چې طالبان په خپله دننه په افغانستان کې، اصلاحات ونه مني، د بشري حقونو ته، د ښځو حقونو ته، یوه افغان شموله حکومت جوړولو ته غاړه کې نه‌ږدي، هېڅوک به دې ته حاضر نه‌شي چې امارت په دغه شکل چې اوس دی، په دغه ملايي شکل سره په رسمیت وپېژني.»

د پوهنتون استاد اېمل رسا هم څرګندوي:«د هېواد د ژندي ساتلو لپاره موږ اړتیا لرو چې زموږ ځوان نسل په ځانګړې توګه زموږ خویندې او وروڼه چې په دې برخه کې وهڅول شي چې د زد‌ه‌کړو او روزنې کچه خپل لوړو پوړیو ته ورسوي، څو هېوادونه له درېیمې نړۍ د لومړۍ نړۍ په لور ولاړ شي.»

بلخوا، اسلامي امارت وایي، چې په هېواد کې یې د ښځو له حقونو انکار نه‌دی کړی او د اسلامي شریعت پر بنسټ یې د ټولو ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم وویل:«د افغانستان په کورنیو مسایلو کې باید هېڅ هېواد لاس‌وهنه ونه‌کړي؛ ځکه دلته حکومت دی، قانون دی، ازرښتونه دي او باید هغه په پام کې ونیسي، په توله کې په هغو برخو کې چې نیمګړتیاوې ښکاري، هڅه کوو چې ورته رسېدنه وکړو.»

د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز له سرپرست حکومته غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه